ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيمروز ګمرک عوايدو نږدې ٥٠ سلنه ډېر شوي

د نيمروز ګمرک عوايدو نږدې ٥٠ سلنه ډېر شوي

author avatar
8 Jul 2016 - 09:54
د نيمروز ګمرک عوايدو نږدې ٥٠ سلنه ډېر شوي
author avatar
8 Jul 2016 - 09:54

زرنج (پژواک، ۱۸ چنګاښ ٩٥): د نيمروز ګمرک چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ګمرک عوايد د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې نږدې درې ميليارده افغانيو ته رسېدلي چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله شاوخوا ٥٠ سلنه زياتوالى ښيي.

د نيمروز د ګمرک مرستيال عبدالغني ترابي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ګمرک عوايد د درې کاله وړاندې په پرتله شاوخوا يو ميليارد افغاني لوړ شوي چې د يوه نوي سيستم لګول، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د دې ادارې د کار کوونکو هڅې، او د عوايدو له تېښته مخنيوی يې د لوړېدو عمده لاملونه دي.

هغه زياته کړه چې د دغه ولايت د ګمرک عوايد د روان کال په ٣ مياشتو کې څه باندې دوه ميليارده  او ٩٣٤ ميليون افغانيو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې دغه شمېره د تېر کال په ورته موده کې يو ميليارد او ٩٣٦ ميليونه افغانيو ته رسېده چې شاوخوا ٥٠ سلنه زياتوالى ښيي او د روان کال تر پايه به تر دې هم زيات عوايد ترلاسه کړي.

په نيمروز ولايت کې د نفتي توکو يوه سوداګر حاجي ستار وويل چې د بندرعباس - زرنج ښار د بندر عباس- اسلام کلا هرات په پرتله شاوخوا ٣٠٠ کيلومتره لنډ دى چې په همدې سبب سوداګر هڅه کوي چې خپل مالونه په چټکۍ سره خپل منزل ته ورسوي.

د هغه په خبره، سوداګر  له همدې امله د نيمروز مسير ټاکي، ځکه چې لاره يې لنډه ده.

خو هغه د نفتي توکو د محصول له لوړ والي شکايت وکړ او وويل:((له څو کلونو راهيسې راباندې لوړ محصول وضع کېږي. په هر ټن تېلو ٦٠٠ ډالر محصول اخيستل کېږي، په داسې حال کې چې نړيوال محصول ١٥٠ ډالر دى، کاروبار کم دى او ډېرى خلک غريبان دي، له دولت نه مو غوښتنه دا ده چې محصول کم کړي.))

د محمد عوض په نوم يوه سوداګر د زرنج ګمرک په انګړ کې د لوړ تناژ لرونکې تلې، هوارې ځمکې او ځانګړي ګودام نشتوالى بنسټيزې ستونزې وبللې او وويل ورېښم پول چې د نيمروز- ايران مسير سره نښلوي، د زياتو وسايطو د تګ راتګ ظرفيت نه لري.

هغه زياته کړه: ((له ايرانه غواړو چې د يوه بل پول د جوړولو په برخه کې خپله ژمنه عملي کړي، څو هره ورځ له دې مسير نه زيات موټر تګ راتګ وکړي.))

د نيمروز ګمرک مرستيال زياته کړه چې د ګمرک ساحې د پراختيا له امله يې ماليې وزارت ته د ګمرک سره نږدې د ١٠٠ جريبه ځمکې د نښلولو وړانديز کړى، څو دا ځمکه وپېرل شي او د ګمرک ساحه پراخه شي.

هغه همدارنګه وويل چې حکومت ته يې د يوې سړې خونې د جوړولو وړانديز هم کړى دى.

د نيمروز ګمرک د افغانستان له سترو ګمرکونو ګڼل کېږي چې هره ورځ ورڅخه شاوخوا ٢٠٠ ترانيزيټي موټر ډکېږي او تشېږي، خو ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې دا ګمرک د چابهار له بندر او له هغه لارې د هندوستان له هېواد سره ونښلول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.