ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان لخوا د سوداګريزو لارو تړل د خوست پر بازارونو کومه اغېزه نه ده کړې

د پاکستان لخوا د سوداګريزو لارو تړل د خوست پر بازارونو کومه اغېزه نه ده کړې

author avatar
8 Jul 2016 - 10:09
د پاکستان لخوا د سوداګريزو لارو تړل د خوست پر بازارونو کومه اغېزه نه ده کړې
author avatar
8 Jul 2016 - 10:09

خوست ښار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ٩٥): دخوست سوداګر وايي، سره له دې چې پاکستان له څه باندې يوې مياشتې راهيسې له دې ولايت سره د سوداګريزو مالونو پرمخ لارې تړلې دي، خو د مارکېټ پر نرخونو يې کوم د پام وړ منفي اغېز نه دی کړی.

پاکستان وروسته له هغه دا لارې وتړلې، چې له خوست، پکتيا او پکتيکا سره يې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د نويو نظامي تاسيساتو پر جوړولو لاس پورې کړ.

په دې برخه کې اندېښنه دا وه، چې ګنې نرخونه به ډېر لوړ شي، خو د مارکېټ له وضعيته ښکاري چې پرته له بورې او غوړيو، د نورو زياتره موادو نرخونه د پخوا په څېر په عادي حالت کې دي.

د خوست د سوداګرو د صنفي اتحاديې مشر انعام رحماني پژواک اژانس ته وويل چې د لارو د بندښت له امله يې په لومړيو کې د کرښې بلې غاړې ته د بار وړونکو موټرو په ځنډېدو سره تاوان وکړ، خو د ښار پر نرخونو کوم ځانګړی منفي اغېز نه دی شوی.

هغه زياته کړه : ((هغه فشار چې پخوا زموږ پر مارکېټونو باندې و، هغه اوس نشته. مثلاً اوس موږ ته د مزار له لارې قزاقي اوړه راځي، چې د پاکستان په نسبت يې کيفيت هم ښه دی او نرخ يې هم ارزان دی.))

خوست د غلام خان په ګډون د ببرک تاڼې او ځاځي ميدان درې سرحدي لارې لري، ځاځي ميدان او ببرک تاڼه له روژې مخکې او غلام خان بندر څه باندې دوه کاله وړاندې په شمالي وزيرستان کې د عملياتو پرمهال تړل شوی.

رحماني وويل، غواړي چې د منځنۍ اسيا هېوادونو او همدارنګه د ايران له لارې خپل واردات نور هم زيات کړي، ځکه د کراچۍ بندر په نسبت هم لګښت کم پرې راځي او هم په ټاکلي وخت ورته رسېږي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې پاکستان همېشه پرموږ لارې بندوي، نه يواځې د پاکستان حکومت ته مستقيماً تاوان رسېږي، بلکې د سوداګرو کارخانې يې هم له سقوط سره مخ کېږي او پر تجارت يې ډېر منفي اغېز کوي.))

د خوست د مرکز متون اوسېدونکي خان قاسم د خوست ښار په شمالي برخه کې د يوې هټۍ مخې ته ولاړ او له هټۍ وال سره په سودا اخيستلو بوخت و. ده د کور لپاره ځينې اړين خوراکي توکي اخيستل .

خان قاسم پژواک اژانس ته وويل چې معمولاً په روژه او د اختر په رارسېدو سره د لومړنيو خوراکي او غيرخوراکي توکو نرخونه لوړېږي، خو دا د پاکستان له لارې د مالونو د رالېږد له بنديز سره څه تړاو نه لري.

نوموړى وايي: ((دلته موږ په وېره کې وو، چې نرخونه به لوړ شي، خو دا ټول د خدای په لاس کې دي. په يو نيم شي باندې يې اثر کړی، هغه ډېر کم، پنځه يا لس روپۍ. هيڅ نه محسوسېږي.))

د خوست ښار يو هټيوال فريدالله له پژواک اژانس سره په خبرو کې پر افغان دولت غږ وکړ چې له پاکستان سره پر سوداګريزې راکړې ورکړې له بنديز څخه دې نه وېرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.