د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پولنډ افغانستان کې د خپلو ۲۰۰ سرتیرو موده وغځوله

پولنډ افغانستان کې د خپلو ۲۰۰ سرتیرو موده وغځوله

Jul 08, 2016 - 16:30

وارسا (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٥): د پولنډ ولسمشر د افغانستان له ولسمشر سره د کتنې پر مهال د امریکایي سرتېرو د مودې د تمدید په هکله د جمهور رئیس اوباما پر تصمیم خوښي څرګنده کړه او په افغانستان کې يې د خپلو ۲۰۰ پولنډي سرتېرو موده وغځوله.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې په د پولنډ په پلازمينې وارسا کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه تېر ورځ ماښام وارسا ته ورسېد او  نن له غرمې مخکې یې د پولنډ له ولسمشر انژې دودا سره وکتل.

د ولسمشر ویاند هارون چغانسوري پژواک خبري اژانس ته وويل په دې کتنه کې چې د پولنډ پلازمېنه د وارسا ناستې په ځای کې ترسره شوه، د پولنډ ولسمشر د افغانستان ولسمشر ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانستان اوضاع او شرایطو ته په پام د امریکایي سرتېرو د مودې د تمدید په هکله د ولسمشر اوباما پر تصمیم خوښي څرګنده کړه او په افغانستان کې يې  د ۲۰۰ پولنډي سرتېرو موده وغځوله.

ټاکل شوې وه چې د روان ميلادي کال تر پايه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ٥٠ سلنه کم شي، خو اوس اوباما ويلي چې ٨٤٠٠ امريکايي پوځيان به په افغانستان کې پاتې شي.

اوس شاوخوا ۹۸۰۰ امريکايي پوځيان په افغانستان کې شته دي چې ۶۸۰۰ يې د ناټو په چوکاټ کې د "پرېکنده ملاتړ" په ماموريت شامل دي.

دغه راز د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو تر څنګ د ناټو سازمان تر مشرۍ لاندې د نړۍ ٣٠٠٠ پوځيان مېشت دي، چې ٢٧٠ تنه يې استراليايان دي.

ولسمشر غني د  خپل پولنډي سيال له مېلمه پالنې څخه د مننې په څرګندولو سره پولنډ له ترهګري سره د مبارزې په برخه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغانستان ښه شریک وباله.

محمد اشرف غني ترهګري د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره ګډ ګواښ وباله او د پولنډ له جمهور رئیس   څخه یې له ترهګري سره د ګډې مبارزې په موخه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د مودې د غځولو له امله مننه وکړه.

د وارسا دوه ورځنى کنفرانس نن پيل شو او افغانستان د دې کنفرانس د اجنډا مهمه برخه ده.

تر ٢٠٢٠ ميلادى کال پورې له افغان ځواکونو سره د دې سازمان د مرستو غځول او پراخول  د وارسا د غونډې د بحث مهمه موضوع ده.

دغه راز په دې ناسته کې به افغانستان او نړۍ نور هېوادونه په افغانستان کې د سولې ډ ټينګښت او له ترهګرۍ او نشه يي توکيو سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې نوې کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement