ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب ولايتي شورا د رييس پلار په زرګونو کورنيو اوبه بندې کړې دي

د فارياب ولايتي شورا د رييس پلار په زرګونو کورنيو اوبه بندې کړې دي

author avatar
10 Jul 2016 - 14:35
د فارياب ولايتي شورا د رييس پلار په زرګونو کورنيو اوبه بندې کړې دي
author avatar
10 Jul 2016 - 14:35

 ميمنه ښار(پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٥): د فارياب ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې يوه پخواني جهادي قوماندان او ددې ولايت د ولايتي شورا د رييس پلار، پر پښتونکوټ او ميمنه ښار باندې له دوو مياشتو راهيسې د برېښنا بهير پرې کړى دى.

په همدې موخه د ميمنه ښار او پښتونکوټ ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو نن په يوه اعتراضه لاريون کې ګډون وکړ.

دوى ادعا کوله چې پخواني جهادي قوماندان غلام قادر رحماني او د ولسي پاڅون کوونکو  اوسني قوماندان او د فارياب د ولايتي شورا د رييس پلار، له دوو مياشتو راهيسې پر پښتونکوټ او ميمنه ښار باندې اوبه بندې کړې دي.

دوى وايي چې څه باندې دوه نيمې مياشتې کېږي چې کښتونو ته اوبه نه دي رسېدلې او د له منځه تللو په حال کې دي.

 د پښتونکوټ ولسوالي اوسېدونکي او يوه معترض محمد صالح، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر خپله ځمکه يې ترکاري او حبوبات کرلي، خو د اوبو د نه رسېدو له امله يې ټول د وچېدو په حال کې دي.

هغه زياته کړه:((له همدې کروندو خپلو کورنيو ته نفقه پيدا کوو، خو هغه هم له منځه تللې او حيران پاتې يو چې څه وکړو.))

صالح زياته کړه چې غلام قادر رحماني د پښتونکوټ ولسوالۍ د يوه کلي  له خلکو سره د دښمنۍ په سبب دا کار کړى او زرګونه کورنۍ يې له ستونزو سره مخ کړې دي.

 هغه له ځايي ادارې وغوښتل چې ددې کسانو د ظلم او تېري مخنيوى وکړي.

د پښتونکوټ ولسوالۍ د ولسي شورا رييس  ډاکټر نور هم وويل چې د اوبو د بندولو په سبب د پښتونکوټ ولسوالۍ او ميمنه ښار زرګونه جريبه ځمکه د خرابېدو په حال کې ده.

هغه زياته کړه:((د ولايتي شورا رييس په دې موضوع کې لاس لري او که چېرته يې لاس نه وي، نو بايد تر اوسه يې د خلکو د استازي په توګه د دې دوو سيمو د خلکو ستونزې حل کړې واى.))

 

يو قومي مخور چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې د اختر له ورځو مخکې يې ددې ستونزې د حل لپاره زياتې هڅې وکړې، خو ګټه يې ونه کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.