ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست یوه ښوونځي کې چاودنې څلور زده کوونکي او يو ښوونکى ټپيان کړي

د خوست یوه ښوونځي کې چاودنې څلور زده کوونکي او يو ښوونکى ټپيان کړي

author avatar
11 Jul 2016 - 09:12
د خوست یوه ښوونځي کې چاودنې څلور زده کوونکي او يو ښوونکى ټپيان کړي
author avatar
11 Jul 2016 - 09:12

لومړى تعقيب خوست ښار (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٥): د خوست ښار په يوه ښوونځي کې د چاودنې له امله پنځه تنه ټپيان شوي دي.

د خوست د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د ښار اړوند د شهيد مطيع الله ښوونځي په شپږم ټولګي کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چاودېدونکي توکي د شپې له خوا په ټولګي کې ځاى پر ځاى شوي وو چې د چاودنې له امله يې پنځه کسان ټپيان شوي دي.

بختيار وايي، چې په ټپيانو کې يو د ديني زده کړو ښوونکی او څلور کم عمره زده کوونکي شامل دي.

د نوموړي په وينا، ټپيان تر پېښې وروسته سمدلاسه د ښار خصوصي روغتونونو ته لېږدول شوي، چې روغتيايي وضعيت يې ښه ښودل شوی دی.

د محمد انور په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چاودنه ډېره زوروره نه وه، يو شمېر ټپيان يې وليدل، چې  چې په امبولانسونو کې روغتون ته ولېږدول شول.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه له پېښې سره د تړاو په تور څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

تر دې مهاله د پېښې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.