ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ووژل شو

د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ووژل شو

author avatar
11 Jul 2016 - 15:12
د پکتیا د احمدابا ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ووژل شو
author avatar
11 Jul 2016 - 15:12

ګردېز (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٥): د پکتيا د احمد ابا ولسوالۍ د سيمه ييزو  پوليسو قوماندان د ماين په  چاودنه کې ووژل شو.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ د چنګاښ په٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د احمدابا ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان مير اسلم دور اندېش د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

هغه وايي چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې هغه مهال رامنځته شوه چې دور اندېش له يوې سيمې بلې ته پر لاره و.

دی وايي چې په دې پېښه کې د هغه يو ساتونکی هم ټپي شوى او موټر يې له منځه تللى دى.

ځډراڼ زياته کړه چې د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د احمدابا ولسوالۍ د بازار یوه اوسېدونکي نقيب الله هم پژواک ته وويل چې قوماندان مير اسلم د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

ده وويل: ((قوماندان د خپلوانو په یوه کور ته د خوښې څه مراسمو ته تللی و، له هغه ځايه چې بېرته کورته روان و، د احمد ابا ولسوالۍ پر عمومي سړک تر پلچک لاندې يې ورته ماين ځاى پر ځاى کړی و چې چاودنه يې پرې وکړه.))

د هغه د معلوماتو له مخې، له چاودنې وروسته قوماندان ژوندى و خو په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، مير اسلم دور اندېش تېر کال د احمدابا ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په توګه وټاکل شو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم پر نوموړي څو ځلې بريدونه شوي وو خو ژوندى ترې وتلى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.