ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا په مرسته سلګونه نجونو ته د وړيا تحصيل برابرولو طرحه پيل شوه

د امريکا په مرسته سلګونه نجونو ته د وړيا تحصيل برابرولو طرحه پيل شوه

author avatar
14 Jul 2016 - 20:17
د امريکا په مرسته سلګونه نجونو ته د وړيا تحصيل برابرولو طرحه پيل شوه
author avatar
14 Jul 2016 - 20:17

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٥): د ليسانس او فوق ليسانس په برخو کې د ٩٠٠ افغان نجونو لپاره د وړيا تحصيل برابرولو طرحه د امريکا په مالي مرسته پيل شوه.

د يادې طرحې پر بنسټ، هغه نجونې چې د کانکور ازموينه يې ورکړې او په خصوصي لوړو زده کړو موسسو کې د تحصيل د ادامې له شرايطو سره برابرې دي، خو د خپلو پيسو د ورکړې توان نه لري؛ تر پوښښ لاندې نيسي.

 د اسيا بنسټ (Asia Foundation) غړې ثريا عمر نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې دغه پروګرام د امريکا د پراختيايي ادارې د (Promote) پروموټ له پروژې برخه بلل کېږي چې د اسيا بنسټ له لوري ترسره کېږي.

 هغې زياته کړه، له نن وروسته هغه نجونې چې د خپل تحصيل د ادامې لپاره لېوالتيا لري، خو اړين مالي امکانات نه لري، د هېواد له ټولو ٣٤ ولايتونو څخه د نوم ليکنې فورمې په انلاين ډول د اسيا له بنسټ څخه ترلاسه کولى شي.

 مېرمن عمر زياته کړه: "د هغو کسانو لپاره چې د کانکور ازموينې نومرې يې د ١٥١ او ١٨٩ نومرو تر منځ وي او د لوړو زده کړو وزارت له لوري خصوصي موسسو ته ورپېژندل شوې وي، په کانکور ازموينه کې د کورنۍ له لوري د نه ګډون له امله بې برخې شوې وي ، يا په کليو کې ژوند کوي او د دوى اقتصاد کمزورى وي، هغوى ته به لومړيتوب ورکول شي."

 خو د اسيا بنسټ استازې څرګنده کړه، چې تقاضا کوونکې بايد د لوړو زده کړو په کومې خصوصي موسسې کې د محصلې په توګه تحصيل ته ادامه نه وي ورکړې.

 ثريا عمر څرګنده کړه، په ياده پروژه کې ٩٠٠ نجونې تر پوښښ لاندې نيول کېږي چې له دې ډلې يې ٧٢٠ تنه د هېواد په داخل کې د ليسانس دورې ته او ١٨٠ تنه د ماسټرۍ په موخه هندوستان ته لېږل کېږي چې د دوى ټول تحصيلي لګښتونه به ورکول کېږي.

د هغې په وينا، د هغو کسانو له ډلې چې د ليسانس لپاره له شرايطو سره برابرې وپېژندل شي نو ٢١٦ تنه به يې سږ کال او پاتې به يې راتلونکي کال کې جذب شي، خو د ماسټرۍ دورې غوښتنې به په ١٣٩٧ او ١٣٩٨ کلونو کې ومنل شي.

 د هغې د معلوماتو پر بنسټ، په دغه پروژې باندې ١٥ ميليون ډالره لګښت راځي چې د امريکا پراختيايي ادارې ( You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.