ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د واده په مراسمو کې څلور کسان وژلي

طالبانو د واده په مراسمو کې څلور کسان وژلي

author avatar
14 Jul 2016 - 16:18
طالبانو د واده په مراسمو کې څلور کسان وژلي
author avatar
14 Jul 2016 - 16:18

ښرنه (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٥): امنیتي چارواکي وايي چې د پکتیکا په سرروضې ولسوالۍ کې طالبانو د واده د مراسمو پر مهال څلور کسان وژلي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په سرروضې ولسوالۍ کې د واده مراسمو ته ورغلي او څلور کسان یې له دولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

خو ضيايي وايي چې وژل شوي ياد کسان عام وګړي وو او په دولت کې يې هېڅ دنده نه درلوده.

د سرروضې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ٩ بجې وسله وال طالبان د واده مراسمو ته ورغلل.

هغه وويل: ((طالبان راغلل او څلور کسان يې پر ډزو و وژل، په وژل شوو کې يو کس يې څو مياشتې وړاندې په پوليسو کې وظيفه درلوده خو اوس يې پرېيښې وه.))

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي فريد احمد هم پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې څلور کسان وژل شوي او يو بل سخت ټپي دى.

هغه وايي چې ټپي روغتون ته لېږدول شوى خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په پکتيکا کې هدفي وژنې ډېرې شوې او د دغه ولايت اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.