کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٥): ولسمشر د ډنمارک د بهرنيو چارو له وزير سره په کتنه کې ويلي، افغانستان د حرفوي او لوړو زده کړو په برخو کې د ډنمارک له تجربو څخه ګټې اخيستو ته لېواله دى.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر کریسټین ینسن سره، چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، په ارګ کې وکتل.
سرچينه کاږي، په دغې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ډنمارک ترمنځ د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، ولسمشر غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ډنمارک د همکاریو قدرداني وکړه او د ناټو پر مشرۍ یې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزې کې د ډنمارکي ځواکونو هڅې او سرښندنې د قدر وړ وبللې.
نوموړي د حرفوي او لوړو زده کړو په برخو کې د ډنمارک هېواد تجربې ته په اشارې وویل، افغانستان لېواله دی چې د حرفوي او لوړو زده کړو په برخو کې د ډنمارک له تجربو ګټه واخلي.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد په استازیتوب، ولسمشر غني ته له افغانستان سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړى دى.
د خبرپاڼې په حواله، دواړو لورو همدارنګه د کډوالو د ستونزې د قانوني او مناسب حل په اړه بحث وکړ او د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه، چې هېواد به یې افغان کډوالو ته افغانستان ته له را ستنېدو وروسته د کار موندنې په موخه د حرفوي زده کړو په برخه کې مرسته وکړي.
له بلې خوا، اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله هم د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر کریسټین ینسن سره کتلي دي.
له اجرائيه رياست څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې پر وروستيو پوځي- سياسي تحولاتو، د ټاکنيز نظام پر اصلاحاتو، د ټاکنو په ترسره کېدو، له فساد سره د مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر دوام بحث وشو.
سرچينې د ډنمارک د بهرنيو چارو وزير له قوله ويلي، چې هېواد به يې د افغانستان د سولې او ثبات په ټينګښت کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن