سرپل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٥): ځينې سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د سرپل په صياد ولسوالۍ کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې درې ډاکټران نيولي او له ځان سره يې بېولي دي.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني وايي چې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د ډاکټرانو درې کسيزه ډله د ولايت له مرکز څخه د صياد ولسوالۍ اهو کلي ته د خلکو د درملنې په موخه تللې وه.
هغه وويل چې وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې په شاوخوا نهو بجو دغه درې کسان په ياده سيمه کې نيولي او د ولايت د مرکز اړوند لغمان نومي سيمې ته يې بيولي دي.
د ده په وينا، د لغمان په نوم ياد سيمه د وسله والو طالبانو په واک کې ده او طالبانو د دغو ډاکټرانو موټر هم له ځان سره بيولى دى.
اماني وايي چې د سيمې د مخورو په مرسته د يادو کسانو د خوشې کولو هڅې پيل شوې دي.
يو تن چې ځان يې سيمه ييز طالب معرفي کاوه، د جزيياتو له ورکولو پرته د ټېليفون پر کرښه پژواک ته وويل چې ياد درې ډاکټران دوى نيولي دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې اړه د دوى پلټنې روانې دي، که واقعیت وي او دغو کسانو کوم جرم نه وي کړی بیا به مشکل ورته نه وی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن