ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال ملکي مرګ ژوبله شاوخوا ١٨ سلنه لوړه وه

تېر کال ملکي مرګ ژوبله شاوخوا ١٨ سلنه لوړه وه

author avatar
16 Jul 2016 - 15:34
تېر کال ملکي مرګ ژوبله شاوخوا ١٨ سلنه لوړه وه
author avatar
16 Jul 2016 - 15:34

کابل ښار (پژواک، ٢۶ چنګاښ ٩٥): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون تازه څېړنې ښيي چې په ١٣٩٤لمريز کال کې نږدې ٩٤ ٣١ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا راپور چې نن (د چنګاښ ۲۶مه) خپور شو، څرګندوي چې په ١٣٩٤ لمريز کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله ١٧،٦ سلنه لوړه شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې سيما سمر، نن يوې خبري غونډې ته وويل چې له بده مرغه په تېر ١٣٩٤ لمريز کال کې د پخوانيو کلونو په پرتله وسله والې نښتې زياتې شوې دي.

هغه زياته کړه چې په نيمايي ولايتونو کې جګړه روانه وه او دغو جګړو طبيعي  ده، چې مرګ ژوبله هم له ځان سره لرله، بشري حقونه يې تر پوښتنې لاندې راوستي او او د نقض مورد یې ګرځولي  دي.

هغه زياته کړه چې په ١٣٩٤ لمريز کال کې ٩٤٣١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، له دې ډلې يې ٣١٢٩ وژل شوي او ٦٣٠٢ نور ژوبل شوي دي، د دوى په منځ کې ٤٦٤٢نارينه او ٧٧٦يې ښځې او ١١١٦ نور ماشومان دي.

مېرمن سمر وويل چې د ښځو د مرګ ژوبلې په کچه کې ٣٦سلنه زياتوالى راغلى دى.

په ١٣٩٣ لمريز کال کې ٤٧٧ ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، په داسې حال کې دا شمېره تېر کال ٧٧٥ کسانو ته رسېدلې ده.

په دې راپور کې راغلي چې د ملکي مرګ ژوبلې ٧٢ سلنې نسبت د طالبانو په ګډون د دولت وسله والو مخالفينو، حقاني شبکې، داعش او القاعدې او ٩ سلنې نسبت دولت پلوه ځواکونو او ١٩ سلنې نسبت نامعلومو کسانو ته ورکړل شوى دى.

په دغه راپور کې همدارنګه د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د سختي اندېښنې د څرګندولو تر څنګ ويل شوي چې د دې مرګ ژوبلې زياته کچه د ځانمرګو بريدونو، د سړک غاړې ماينونو، ځمکنيو نښتو، زنځيري او هدفي وژنو کې رامنځته شوې ده چې ٣٤سلنه ځانمرګي بريدونه، ٢٠ سلنه ځمکنۍ نښتې او ١٥ د ترور پېښې جوړوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې وويل چې په روان کال کې حکومت د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره هڅه کړې او طالبانو هم د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره نږدې اتيا اعلاميې خپرې کړې دي، خو عملاً ملکي مرګ ژوبله نه ده بنده شوې.

هغه زياته کړه چې د بشري حقونو کمېسيون غواړي چې ښکېلې خواوې د جګړې  او انساني نړيوال حقونه رعايت کړي او دې ته پام وکړي چې ملکي وګړو ته زيان ونه رسېږي.

د بشري حقونو کمېسيون د هېواد په کچه د ولسي پاڅون ځواکونو پر شتون هم نيوکه کوي او وايي چې دا ځواکونه او سيمه ييز پوليس د ملکي مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.