ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د برېښنا بيه دې په ټول هېواد کې يو ډول شي”

“د برېښنا بيه دې په ټول هېواد کې يو ډول شي”

author avatar
16 Jul 2016 - 20:28
“د برېښنا بيه دې په ټول هېواد کې يو ډول شي”
author avatar
16 Jul 2016 - 20:28

مزارشريف (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۵): د مزارشريف ښار اوسېدونکي او د بلخ ولايتي شورا مسوولين وايي، په ټول هېواد کې دې د برېښنا بيه يو ډول واخيستل شي.

د مزارشريف ښار لسګونه اوسېدونکي چې د چنګاښ په ۲۶مه، د بلخ برېښنا شرکت انګړ کې غونډ شوي وو، وويل چې دوی ۶.۲۵ (شپږ عشاريه پنځه ويشت) افغانۍ بيه باندې د برېښنا د يو کيلو واټ لګښت ورته کولو ته چمتو نه دي.

د بلخ ولايتي شورا مسوولين هم د خلکو غبرګون پر ځای ګڼي او وايي، په ياده شوې بيه د مزارشريف ښار اوسېدونکي د برېښنا لګښت ورته کولو ته چمتو نه دي.

د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي محمداغا پژواک ته وويل، په هېواد کې د برېښنا لګښت په توپيري چلند اخيستل کېږي.

نوموړي زياته کړه، د مزارشريف ښار اوسېدونکي د يو کيلو واټ برېښنا بيه څه باندې شپږ افغانۍ ورکوي؛ خو د کابل اوسېدونکو ته په څه باندې درې افغانۍ ورکول کېږي.

د اتمې ناحيې اوسېدونکي مصطفي وويل، که چېرې دولت د برېښنا په بيه کې کمښت رانه ولي، نو دوی به يوه افغانۍ لګښت هم ورنه کړي.

نوموړي زياته کړه، د شته بېکارۍ او غريبۍ له امله د ښار اوسېدونکي په ټاکل شوې بيه د برېښنا د کارولو وس نه لري.

هغه وايي: ((زه خو په شپږ افغانۍ د برق د کارولو وس نه لرم، دولت دې راشي زما برق دې بند کړي.))

بلخوا د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد هم د مزارشريف ښار د اوسېدونکو غبرګون پر ځای ګڼي.

نوموړي د افغانستان د برېښنا شرکت له عمومي رييس سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې په کوم دليل د کابل او مزار د برېښنا بيه توپير لري.

نوموړي زياته کړه: ((دې هېڅ دليل نشته، چې د کابل اوسېدونکي په درې افغانۍ برېښنا کاروي او د مزار خلک دې په شپږ افغانۍ وکاروي.))

هغه وايي، دولت مکلف دی، چې په ټول هېواد کې يو شان اسانتياوې برابرې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.