ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست له مرکزي زندان څخه ۲۲ بنديان خوشې شول

د خوست له مرکزي زندان څخه ۲۲ بنديان خوشې شول

author avatar
16 Jul 2016 - 19:16
د خوست له مرکزي زندان څخه ۲۲ بنديان خوشې شول
author avatar
16 Jul 2016 - 19:16

خوست ښار (پژواک، ٢٦چنګاښ ٩٥): د خوست له مرکزي زندان څخه ٢٢ بنديان خوشې شول او د يو شمېر نورو د بند په موده کې کموالى راغلى دى.

ياد زندانيان د ولسمشر محمد اشرف غني د درې ځانکړو فرمانونو له مخې ازاد شول او د ۵۱ نورو د بند په موده کې کموالی راغلى دى.

د خوست د مرکزي زندان مشر سمونوال اول خان صافي د چنګاښ په ٢٦مه، پژواک اژانس ته وويل چې دا بنديان د ولسمشر غني د (۲۴، ۱۶۴ او ۱۶۵) فرمانونو له مخې، ازاد شول او ترڅنګ يې د ۵۱ نورو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.

هغه وايي: ((دغه زندانيان د بېلابېلو جرمونو ترسره کولو له امله په زندان کې وو، موږ د هغو زندانيانو په اړه هم مربوطه ادارو ته ورغلي يو، چې اوسمهال بې سرنوشته په زندان کې پراته دي)).

يو تن زنداني چې شاوخوا ۱۳ مياشتې يې په زندان کې تېرې کړي، پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال وويل، چې له زندان یې ډېر څه زده کړل او هڅه به وکړي، چې په راتلونکي کې د ځان لپاره په دولت کې دنده پیدا کړي.

نوموړی وایي، هغه کسان چې غیر قانوني کړنې ترسره کوي، برخليک به يې د ده په شان وي، نو غوښتنه یې دا ده، چې له ورانکارو کارونو لاس واخلي او د خپلو کورنیو سره ازاد ژوند وکړي.

هغه زياته کړه: ((نوم مې رحمت الله دی، زه به په راتلونکي کې هېڅکله هم ناوړه کار ترسره نه کړم او تر خپله وسه به ترې نور هم  ژغورم)).

ياده دې وي چې دا مهال د خوست په مرکزي زندان کې شاوخوا ۵۰۰ زندانیان، چې په مختلفو مجرم پېژندل شوي، د بند شپې ورځې تېروي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.