ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په اندړو کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني په اندړو کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
16 Jul 2016 - 13:02
د غزني په اندړو کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
16 Jul 2016 - 13:02

غزني ښار (پژواک، ۲٦ چنګاښ ۹۵): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې امنيتي چارواکي او وسله وال طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په صاحب خان سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبان تر منځ نښته شوې ده.

هغه وايي چې د دې نښتې رهبري يوه پاکستاني کوله او د يو ملکي کس له کوره يې پر امنيتي ځواکونو ډزې کولې.

ده وويل چې په دې نښته کې د ياد پاکستاني او د طالبانو د يو سيمه ييز قوماندان شعيب په ګډون ٧ تنه وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو پنځه طالبان  ټپيان شوي هم دي.

دغه راز د صاحب خان سيمې اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل چې ټوله شپه يې په کلي کې جګړه وه او تر سهار يې خوب نه دى کړى.

ده وويل: ((ټوله شپه جګړه وه، ښځو، ماشومانو او نورو خوب نه دى کړى خو سهار رينجرې راغلې او ځيني ټپي کسان یې يو وړل، فکر کوم پوليس وو.))

وسله وال طالبان هم دغه نښته تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې ده خو طالبانو د کوم ملکي کس له کور څخه ډزې نه دي کړي.

هغه وويل چې په دې نښته کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو شپږ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اندړ د غزني ښار سوېل لور ته په ٣٠ کيلومترۍ پرته ولسوالي ده چې کله نا کله دغه شان نښتې په کې رامنځته کېږي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، امنيتي چارواکي وايي چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې هم ٣٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.