ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بګرامي کې چاودنې دریو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په بګرامي کې چاودنې دریو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
16 Jul 2016 - 11:56
په بګرامي کې چاودنې دریو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
16 Jul 2016 - 11:56

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٥): د کابل ولايت بګرامي ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه رينجر موټر چاودنه شوې چې له امله يې يو کس وژ شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.

د ١٠١ اسمايي زون د جنايي جرمونو د څېړنو مشر سمونوال فريدون عبيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې په حسين خېل سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کابل دغه امنيتي چارواکي زياته کړه چې د پوليسو پر رينجر موټر د سړک د غاړې چاودنه شوې چې په پايله کې يې يو پوليس وژل شوى او د يوه پوليس او يوې ښځې په ګډون دوه کسان ژوبل شوي دي.

د عبيدي د معلوماتو له مخې، چاودلى ماين بوشکه يى و چې د سړک غاړې ته ځاى پر ځاى شوى و او پر رينجر موټر چاودلى دى.

هغه وويل چې په د اړه د پوليسو څېړني پيل شوې او د موضوع په تړاو يې تر اوسه څوک نه دى نيولي.

د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.