قلعه نو(پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٥): د بادغيس د ولايتي شورا يو غړى وايي چې د دې ولايت په جوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې ٨ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
د بادغيس د ولايتي شورا غړي او د جوند ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي فريد اخي زي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د جوند په قندوق سيمه کې شوى دى.
د ده په وينا، د دولت دغه وسله وال مخالفين تېره شپه په قندوق سيمه کې راټول شوي وو، تر څو د جوند ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړي.
اخي زى وايي چې په ياد هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.
د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج د جوند يا هوايي بريد تاييد کړ، خو ويې ويل چې د مرګ ژوبلې په اړه يې تر دې دمه کره معلومات نه لري.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن