ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اخي زى: جوند کې شلو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

اخي زى: جوند کې شلو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
17 Jul 2016 - 11:27
اخي زى: جوند کې شلو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
17 Jul 2016 - 11:27

قلعه نو(پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٥): د بادغيس د ولايتي شورا يو غړى وايي چې د دې ولايت په جوند ولسوالۍ کې  د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې ٨  وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د بادغيس د ولايتي شورا غړي او د جوند ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي فريد اخي زي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د جوند په قندوق سيمه کې شوى دى.

د ده په وينا، د دولت دغه وسله وال مخالفين تېره شپه په قندوق سيمه کې راټول شوي وو، تر څو د جوند ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړي.

اخي زى وايي چې په ياد هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.

د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج د جوند يا هوايي بريد تاييد کړ، خو ويې ويل چې د مرګ ژوبلې په اړه يې تر دې دمه کره معلومات نه لري.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.