ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي چارواکي غزني کې د ۱۳ طالبانو د وژلو ادعا کوي

امنیتي چارواکي غزني کې د ۱۳ طالبانو د وژلو ادعا کوي

author avatar
17 Jul 2016 - 14:40
امنیتي چارواکي غزني کې د ۱۳ طالبانو د وژلو ادعا کوي
author avatar
17 Jul 2016 - 14:40

غزني ښار (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٥): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په څلورو ولسواليو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ١٣ طالبان وژل شوي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د چنګاښ په ٢٧مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د اجرستان، اندړو، خوږياڼو او زنخان په ولسواليو کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وويل چې په دې ډله ييزو بريدونو کې د حنظله او منصور په نومونو د طالبانو دوه قوماندان او ١١ نور کسان يې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه جګړې پرون سهار پنځه بجې پيل شوې وې او د تېرې شپې تر ناوخت يې دوام وکړ.))

امرخېل وايي چې په يادو جګړو يواځې په زنخان ولسوالۍ کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دی خو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز د زنخان ولسوالۍ د ګوډلو سیمې اوسیدونکي کلیم الله پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله وال طالبان هم دغه نښتې تاييدوي.

د دې ډلې وياند وياند ذبيح الله پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د غزني په ځینو سيمو کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې طالبانو څلور پوستې نيولې او شپږ سيمه ييز پوليس يې وژلي دي او يو شمېر نور امنيتي سرتيري ټپيان دي.

مجاهد په دې جګړو کې طالبانو ته مرګ ژوبله رد کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په غزني ولايت کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستې دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.