ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دانش: د افغانستان او نړۍ امنيت ټينګښت د نشه يي توکو له منځه وړلو سره تړلى

دانش: د افغانستان او نړۍ امنيت ټينګښت د نشه يي توکو له منځه وړلو سره تړلى

author avatar
17 Jul 2016 - 18:47
دانش: د افغانستان او نړۍ امنيت ټينګښت د نشه يي توکو له منځه وړلو سره تړلى
author avatar
17 Jul 2016 - 18:47

کابل (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٥): د ولسمشر دويم مرستيال وايي، د دولت د وسله والو مخالفينو مالي سرچينې او نامشروع اقتصاد عمده برخه د نشه يي توکو د قاچاق له لارې ترلاسه کېږي او د افغانستان او نړۍ امنيت د يادې پديدې له نابودۍ سره تړلى دى.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش د نشه يي توکو پر وړاندې د ملي يووالي اونۍ او د همبستګۍ نړيوالې ورځې په مناسبت غونډه چې د "نشه يي توکي موږ د تباهۍ لوري ته بيايي، راځئ پر وړاندې يې يو شو" تر نوم لاندې په کابل کې جوړه شوې وه، وويل چې نشه يي توکي په نړيواله ټولنه کې په يوې ويجاړوونکې پديدې بدل شوي دي.

هغه زياته کړه، افغانستان تر هر بل هېواد له دې برخې ډېر زيانمن شوى او ملت او دولت دواړو ته يې تر ټولو سخت خطرناک اړخ دا دى چې نشه يي توکي د افغانانو پر وړاندې د تحميلي جګړې بوديجه جوړوي.

دانش وويل، اوسمهال د وسله والو مخالفينو د نامشروع اقتصاد او مالي سرچينو عمده برخه د نشه يي توکو د قاچاق له مخې تامينېږي او په حقيقت کې د دولت وسله وال مخالفين د نشه يي توکو د کښت او قاچاق تر ټولو ستر ملاتړ کوونکي دي، چې له همدې امله د افغانستان او نړۍ امنيت د قاچاقو له منځه وړلو سره تړلى دى.

د ولسمشر دويم مرستيال زياته کړه: "نشه يي توکي په مستقيمه توګه له کورنۍ او بهرنۍ مافيا سره اړيکه لري او د جرمونو په ځانګړي ډول د سازمان شوو جرمونو د لوړېدو لامل کېږي او له قاچاق څخه رامنځته شوې ګټه د اداري فساد، د دولتي ادارو پر وړاندې د خلکو د باور کچې راکمېدو، د هېواد د مشروع اقتصاد او غوره حکومتوالۍ د کمزوري کېدو لامل کېږي.

د افغان حکومت ياد لوړپوړي چارواکي، دې ته په اشارې سره چې له نشه يي توکو ګټې اخيستو اقتصادي پراختيا او ټولنيزه پراختيا تر خپل اغېز لاندې راوستې، وويل چې افغان دولت د نشه يي توکو ويجاړوونکو اغېزو ته په پام سره له يوې لسيزې څخه په زياته موده کې له دې شومې پديدې سره مبارزه کړې ده.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت رامنځته کول د يادې پديدې پر وړاندې د مبارزې ښکارندويه ده، وويل: "د ستراتېژۍ پلانونه، د قانون د نافذولو پاليسۍ، د نشه يي توکو تقاضا د راکمولو پروګرام، بديل معيشت او د عامه پوهاوي کمپاين پروګرام او داسې نور مناسب پروګرامونه يې په يادو کلونو کې تدوين او تصويب کړي او په ياد ډګر کې يې ډېرې لاسته راوړنې درلودې."

دانش، نشه يي توکو ته د نړيوال بازار اړتيا، د نړيوالې مافيا شتون، په سيمه او نړۍ کې د همغږۍ نه شتون، په افغانستان کې د جګړې دوام او د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو له لوري د هغې سنبالښت، د خلکو په ځانګړي ډول د بزګرانو عمومي بې وزلي، د امکاناتو کمښت او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پروګرامونو د عملي کولو په موخه د دولت د بوديجې کمښت د يادې پديدې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې عمده ننګونې دي او زياته يې کړه: "تر څو پورې چې دغه ستونزې حل نه شي، نو افغانستان به د نشه يي توکو له ستونزو سره مخامخ وي."

د ولسمشرۍ رياست دويم مرستيال له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړيوالو همکاريو اغېزناک رول ته په اشارې سره وويل، افغان حکومت هيله لري چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د نړيوالې ټولنې مرستې د افغان حکومتي بنسټونو له لوري عملي شي، څو په ياده برخه کې هلې ځلې يوې پايلې ته ورسيږي.

هغه وويل، له دولتي بنسټونو سربېره مدني، فرهنګي بنسټونه، رسنۍ او ټولنيز سازمانونه او په ځانګړي ډول ديني، مذهبي مرکزونه، روحانيون او ديني عالمان هم ملکف دي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ديني او ملي مسووليت په توګه له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي، د هېواد د قومونو تر منځ پر ملي يووالي او دغه راز د دولتي ادارو له لوري د مسووليت منل او د نشه يي توکو پر وړاندې پر مبارزې کولو ټينګار وکړ او ويې ويل، که چېرې له يادې پديدې سره د مبارزې په برخه کې سره يو نه شو، نو هېڅ کومه بله پايله په دې اړه اغېزناک پايله نه شي لرلى.

نوموړې د دې خبرې په څرګندولو سره چې نشه يي توکو له يوې لسيزې راهيسې کورنۍ او بهرنۍ امنيت له ګواښ سره مخامخ کړى، وويل چې د نشه يي توکو له غيرقانوني سوداګري سره قاچاق وړونکي هر کال د افغانستان له نشه يي توکو څخه ميلياردونه ډالره عايد ترلاسه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.