جلال اباد (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د ځینو عملياتو په ترڅ کې د داعش ٢٣ وسله وال وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن شېرين اغا فقيري د چنګاښ په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د کوټ د لاغرجو په سيمه کې د "شاهين ۱۸" عملياتو پر مهال د داعش اته وسله وال وژل شوي دي.
فقيري زياته کړه: ((د دې عملياتو په ترڅ کې چې د ګډو پوځيانو له لوري ترسره کېږي، ډېرې سيمې د وسله والو له نفوذه پاکې شوې دي.))
د سېلاب قول اردو وياند وايي، د عملياتو پر مهال د داعش وسله والو يو اندازه وسلې او مهمات هم نيول شوي چې د افغان ځواکونو پر ضد به يې کارول.
د کوټ ولسوالۍ د پاڅونوالو يوه مشر لعل محمد پژواک ته وويل، د شاهين ۱۸ عمليات بريالي روان دي او ډېرې سيمې د وسله والو له نفوذه پاکې شوې دي.
لعل محمد زياتوي، په هغو سيمو کې چې تصفيه کېږي، د افغان ځواکونو او يا هم د پاڅون کوونکو پوستې په کې اچول کېږي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې تېره شپه د نازيانو ولسوالۍ په سپينې ژی سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې د يو مهم قوماندان په ګډون ۱۵ داعشيان وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په دغه بريد کې د هغوى ګڼې وسلې او مهمات له منځه تللي دی.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن