ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د داعش ٢٣ وسله وال وژل شوي

په ننګرهار کې د داعش ٢٣ وسله وال وژل شوي

author avatar
17 Jul 2016 - 11:30
په ننګرهار کې د داعش ٢٣ وسله وال وژل شوي
author avatar
17 Jul 2016 - 11:30

جلال اباد (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د ځینو عملياتو په ترڅ کې د داعش ٢٣ وسله وال وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن شېرين اغا فقيري د چنګاښ په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د کوټ د لاغرجو  په سيمه کې د "شاهين ۱۸" عملياتو پر مهال د داعش اته  وسله وال وژل شوي دي.

فقيري زياته کړه: ((د دې عملياتو په ترڅ کې چې د ګډو پوځيانو له لوري ترسره کېږي، ډېرې سيمې د وسله والو له نفوذه پاکې شوې دي.))

د سېلاب قول اردو  وياند وايي، د عملياتو پر مهال د داعش وسله والو يو اندازه وسلې او مهمات هم نيول شوي چې د افغان ځواکونو پر ضد به يې کارول.

د کوټ ولسوالۍ د پاڅونوالو يوه مشر لعل محمد پژواک ته وويل، د شاهين ۱۸ عمليات بريالي روان دي او ډېرې سيمې د وسله والو له نفوذه پاکې شوې دي.

لعل محمد زياتوي، په هغو سيمو کې چې تصفيه کېږي، د افغان ځواکونو او يا هم د پاڅون کوونکو پوستې په کې اچول کېږي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼى وايي چې تېره شپه د نازيانو ولسوالۍ په سپينې ژی سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې د يو مهم قوماندان په ګډون ۱۵ داعشيان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې د هغوى ګڼې وسلې او مهمات له منځه تللي دی.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.