کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٥): د افغان کډوالو پر موضوع په درې اړخيزه غونډه کې د ګډون لپاره افغان پلاوى اسلام اباد ته رسېدلى دى.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار حفيظ الله مياخېل د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چنګاښ په ٢٩مه او ٣٠مه به په اسلام اباد کې د افغان کډوالو پر موضوع درې اړخيزه غونډه جوړه شي.
هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي ګډون کوي.
د نوموړي په وينا چې په یاده غونډه کې د ګډون په موخه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد عالمي بلخي په مشرۍ افغان پلاوى پرون ناوخته اسلام اباد ته رسېدلى دى.
مياخېل وايي چې د ٢٠١٦ زېږديز کال تر پايه پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه پاى ته رسېږي.
ده وويل چې دوى به په خپله خوښه د افغان کډوالو د راستنېدو په موخه يو عملي پلان يادې درې اړخيزې غونډې ته وړاندې کړي.
د هغه په وينا، دغه راز په دې غونډه کې به تر ٢٠١٦ کال وروسته د افغان کډوالو د اوسېدو يا ستنولو پر پلانونو هم خبرې وشي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رسنيز سلاکار د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغان پلاوى به دغه راز د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو موضوع هم یاده کړي.
هغه زياته کړه چې دغه راز عالمي بلخي به خيبر پښتونخوا ته هم سفر وکړي او هلته به د افغان کډوالو له استازو سره وګوري.
د وروستيو معلوماتو له مخې، پاکستاني پوليسو په تېره يوه مياشت کې له بېلابېلو سيمو شاوخوا اته زره افغان کډوال نيولي دي.
د يادونې ده، په خيبر پښتونخوا کې د افغانستان کونسلګرۍ له خوا د (خپل وطن ګل وطن) تر شعار لاندې په خپله خوښه د کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ هم پيل کړې ده.
بلخوا د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي چې له کوچني اختره وروسته له پاکستانه د تورخم له لارې د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن