ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه قوماندانان له خپلو ١٢٠ کسانو سره د سولې له بهير سره يو ځاى شول

دوه قوماندانان له خپلو ١٢٠ کسانو سره د سولې له بهير سره يو ځاى شول

author avatar
18 Jul 2016 - 14:40
دوه قوماندانان له خپلو ١٢٠ کسانو سره د سولې له بهير سره يو ځاى شول
author avatar
18 Jul 2016 - 14:40

ايبک (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٥): د دولت دوه مخالف وسله وال قوماندانان له خپلو ١٢٠ کسانو سره په سمنګان کې د سولې له بهير سره يو ځاى شول.

د سمنګان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد باقر مسعود وويل چې تېره ورځ د پوليسو منسوبينو د وسله والو مخالفينو له شتون  څخه د پاکولو په خاطر، دره صوف پايين ولسوالۍ کې عمليات وکړل.

د نوموړي په وينا، د دې ولسوالۍ ذيرکي ولسوالۍ ته د امنيتي ځواکونو په رسېدو سره د دولت دوه مخالف وسله وال رييس محمد ابراهيم له خپلو ١٠٠ کسانو او قوماندان فيصل له ٢٠  کسانو سره له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى شول .

امنيه قوماندان زياته کړه چې د دغو دوو قوماندانانو او هغوى ته د اړوند کسانو يو ځاى کېدو سره  د دره صوف پايين ولسوالۍ د مقصود، لبابي، ذيرکي، چکابي او شهر توقسن ولسواليو کې زرګونه کورنۍ چې مخکې يې د دولت وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې ژوند کاوو، د طالبانو له شتون پاکې  او امنيت يې خوندي شوى دى.

د سمنګانو ياد امنيتي چارواکي په ډاګه کړه چې دمګړۍ يو شمېر وسله وال مخالفين د دې ولسوالۍ په دره جمالک، ذيدوري او دايکندي سيمو کې فعاليت کوي، نو ځکه چاڼيز عمليات د هغوى تر بشپړې نابودۍ دوام مومي.

په ورته وخت کې د سمنګانو د ولايتي شورا غړي محمد عوض بېګ (بيګ اوغلي) په دغه ولايت کې د يادو دوو قوماندانانو يو ځاى کېدل تاييد کړل او دغه کار يې په يادو کليو کې د امنيت د ټينګښت په برخه کې مثبت ګام وباله.

نوموړي وويل چې د امنيتي ځواکونو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې څه باندې  ٣٥ کلي چې شاوخوا ١٥ زره کورنۍ په کې ژوند کوي د وسله والو مخالفينو له شتونه پاک شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يادو دوو قوماندانانو له ٢ کلونو راهيسې د طالبانو په ليکو کې د دولت پر ضد فعاليت کاوه او د سولې له بهير سره د هغوى په يو ځاى کېدو سره يادو کليو کې امنيت خوندي شو.

نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې له وسله والو مخالفينو په چاڼ شوو کليو کې دې پراختيايي پروژې پلې کړي او د خلکو ستونزې دې هوارې کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.