ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې بالاخره د ګډې کمېټې  غړي معرفي کړل

ولسي جرګې بالاخره د ګډې کمېټې غړي معرفي کړل

author avatar
18 Jul 2016 - 14:50
ولسي جرګې بالاخره د ګډې کمېټې  غړي معرفي کړل
author avatar
18 Jul 2016 - 14:50

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٥): ولسي جرګه بالاخره وتوانېده چې د ټاکنيزو اصلاحاتو لپاره د ولسمشر د تقنيني فرمان په اړه د ملي شورا د دواړو جرګو تر منځ د اختلافاتو د حل کمېسيون ته خپل غړي وټاکي.

ټاکنيز اصلاحات د ملي يو والي حکومت د جوړېدو د هوکړه ليک له مهمو مواردو ګڼل کېږي، ولسمشر په همدې موخه دوه ځلې تقنيني فرمانونه صادر کړل چې د ولسي جرګې له رد سره مخ شول.

د نوموړي لومړى فرمان د مشرانو جرګې له خوا هم رد شو، خو دويم فرمان يې د روان کال د چنګاښ په اتمه تاييد کړ .پر همدې بنسټ  د اساسي قانون د سلمې مادې له مخې، دغه موضوع ګډ پلاوي ته وړاندې کېږي.

په ياده ماده کې راغلي: ((كه چېرې د يوې جرګې مصوبه د بلې جرګې له خوا رد شي، د اختلاف د له منځه وړو لپاره يې د دواړو جرګو د غړو له خوا په برابر شمېر ګډ پلاوی ټاكل كېږي. د پلاوي پرېكړه د ولسمشر تر توشېح وروسته نافذه ګڼل كېږي. كه ګډ پلاوى ونه كړاى شي د نظر اختلاف له منځه يوسي، تصويب رد شوى ګڼل كېږي. كه چېرې تصويب د ولسي جرګې له خوا شوى وي، ولسي جرګه كولاى شي په خپله وروستۍ غونډه كې هغه د خپلو غړو د رايو په اكثريت تصويب كړي. دا تصويب بې له دې چې مشرانو جرګې ته وړاندې شي، د ولسمشر تر توشېح وروسته نافذه ګڼل كېږي.))

مشرانو جرګې د چنګاښ په ٢٣مه له بحثونو وروسته لس کسان د دې کمېټې د غړيتوب لپاره معرفي کړل.

جرګې، حسيب الله کليمزى، مولوي محى الدين منصف، محمد حسن هوتک، فرهاد سخي، عزيز مصلح، انارکلي هنريار او صديقه بلخي د رايو پر بنسټ د  ملي شورا د دواړو جرګو د ګډ پلاوي د غړيتوب لپاره تاييد کړل.

ولسي جرګې د چنګاښ د ٢٤مې او ٢٦مې نېټې ناستو کې  رايه اخيستنه وکړه، خو ور پېژندل شوو غړو اړينې رايې ترلاسه نه کړې.

د جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير چې د جرګې د نننۍ ناستې مشري يې کوله، وويل چې قدرت الله ذکي، صديق احمد عثماني، ناجيه بابکرخېل، عبدالقادر ځاځى وطندوست، نثار احمد احمد فيضي، عبيدالله بارکزى، حاجي محمد صالح، کبرا مصطفوي، محمد هاشم مهدوي او محمد سرور عثماني د جرګې د عدلي او قضايي چارو کمېسيون له خوا د ياد  پلاوي لپاره د کانديدانو په توګه معرفي شول.

په جرګه کې د ١٢٧ حاضرو غړو له ډلې ١١٢ کسانو د تاييد او ١٥ نورو د رد رايې ورکړې.

خو د جرګې د قضايي او عدلي کمېسيون غړي حاجي محمد عبده وويل چې د لسو يادو کسانو لړليک د اداري پلاوي له لوري انتخاب شوى دى.

د هغه په خبره، کمال ناصر اصولي، ميررحمان رحماني، عبدالقادر ځاځى وطندوست، نثار احمد فيضي غورياني، غلام فاروق مجروح، ابدال الله محمدي، حاجي محمد صالح، هيلۍ ارشاد، محمدصالح، هيلۍ ارشاد، محمد سرور عثماني فراهي او سيد محمد حسن شريفي بلخاني د کمېسيون له لوري د ګډ پلاوي د غړو په توګه معرفي شوي وو.

د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه  د ولسمشر د تقنيني فرمان په اړه د ملي شورا د دواړو جرګو د ګډ پلاوي په ټاکلو سره به د دغو اختلافاتو د حل لپاره زمينه مساعده شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.