کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٥): په المان کې يو زلمى افغان وروسته له هغه د پوليسو له خوا ووژل شو چې د نوموړي په بريد کې څلور مسافر ټپیان شوي وو.
الماني رسنيو د چنګاښ په ٢٩مه خبر ورکړى چې دا پېښه د المان سوېلي ښار ويرزبرګ ښار کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې يوه افغان زلمي د ياد ښار د اورګاډي په يوه تم ځاى کې پر سپرليو د چاقو په وسيله بريدونه کړي دي.
د ويرزبرګ ښار پوليسو ويلي چې په دغو بريدونو کې څلور کسان ټپیان شوي چې نږدې روغتون ته لېږدول شوي او د درېيو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
پوليسو زياته کړې چې په دې پېښه کې ١٤ نور کسان سخت وېريدلي وو چې هغوى هم ډاکټرانو ته وړل شوي وو.
سرچينې زياته کړې چې د پوليسو په ځوابي بريد کې ياد ١٧ کلن افغان کډوال وژل شوى دى.
د المان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له تېر کال راهيسې دغه هېواد ١٥٠ زره افغان کډوال را رسېدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن