ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لارې بندېدو له امله د بلخاب اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي

د لارې بندېدو له امله د بلخاب اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي

author avatar
19 Jul 2016 - 17:12
د لارې بندېدو له امله د بلخاب اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي
author avatar
19 Jul 2016 - 17:12

سرپل (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٥): د سرپل د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د بلخاب-سرپل ښار لارې تړل کېدو له امله په دغه ولسوالۍ کې د لومړنيو خوراکي توکو بيې لوړې شوې او خلک روغتونو ته د خپلو ناروغانو په لېږدولو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دوى دغه ستونزې بلخاب ته د سرپل د والي محمد ظاهر وحدت او د ملي شورا او ولايتي شورا غړو د سفر پر مهال مطرح کړې دي.

والي او يادو نورو چارواکو دوه ورځې وړاندې د چورلکې په وسيله بلخاب ته سفر وکړ او له پرون غرمې وروسته بيرته د ولايت مرکز ته راستانه شول.

د سيمې اوسېدونکي وايي، هغه لار چې د بلخاب ولسوالۍ د سانچارک ولسوالۍ د ده مرده سيمه د سرپل له ښار سره نښلوي، له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د وسله والو طالبانو له لوري د مسافرو د موټرو پر مخ تړل شوې او يوه مياشت کېږي چې د يادې لارې په اوږدو کې بار وړونکو موټرونو ته هم د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د بلخاب ولسوال عبدالله انصاري په هغه ناسته کې چې د والي د سفر په مناسبت د بلخاب په مرکز کې جوړه شوې وه ، له نا امنه ولسواليو سره د يادې ولسوالۍ له ګډو پولو شکايت وکړ او له حکومته يې وغوښتل چې د تړل شوو لارو د پرانېستو لپاره جدي ګامونه پورته کړي، ځکه په دغه ولسوالۍ کې لومړني خوراکي توکي د لوړېدو په حال کې دي او خلک يي له ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل، چې اوسمهال يواځې د مسافرو کوچني موټر د سمنګانو ولايت د درې صوف،د بلخ ولايت د مزارشريف او جوزجان له لارې د سرپل ولايت مرکز ته په ډېره ستونزمنه توګه سفر کوي، ځکه پر دغه لار چې ٣٠٠ کيلومتره اوږدوالى لري، د شترګردن او او ګلوى بلخاب درې کې د سړک بيارغونې ته اړتيا ده.

 نوموړي وويل  چې د بلخاب-سرپل ښار ١٣٠ کيلومتره اوږدوالى لري.

د بلخاب يوه قومي مشر حاجي محمد صادقي له مرکز سره د يادې ولسوالۍ د تړل کېدو ستونزې حل ته د دولت له لوري د نه پاملرنې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره په دې اړه شکايت وکړ.

 د هغه په وينا، په ياده ولسوالۍ کې د لارې له تړل کېدو وروسته د يوې بورۍ پنځوس کيلويي اوړو بيه له ١٤٠٠ افغانۍ ١٨٠٠ افغانۍ ته لوړه شوې، دغه راز لس کيلو غوړي ١٣٠٠ افغانۍ او يو پټرول لېتر له ٣٨ افغانۍ ٥٠ افغانيو ته لوړ شوي دي.

 د بلخاب مرکز ترخوج اوسېدونکي حاجي محمدي پژواک ته وويل: "د ده مرده لار تړل شوې، که چېرې موږ عاجل ناروغ ولرو، ترڅو يې چې د بلخ مرکز مزارشريف ته لېږدو نو د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي چې يوه ښه نمونه يې تېره ورځ د بلخاب ولسوالۍ د پوهنې پخواني رييس مور ده چې د لارې په اوږدو کې يې د وينې فشار د لوړېدو له امله ژوند له لاسه ورکړ."

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت په ياده ناسته کې وويل، چې د بلخاب لارې د پرانېستو لپاره هڅه کوي او پر دې سربېره به کوښښ وکړي چې د شترګردن او ګلوى بلخاب سيمو سړکونه بياورغوي، څو د يادو لارې مسافرو ستونزې هوارې شي او باروړونکې موټرې هم له يادې لارې تګ راتګ وکولى شي.

دغه راز هغه زياته کړه، چې د امنيتي ستونزو د حل په موخه د سيمه ييزو پوليسو د سل کلسيز ګروپ تشکيل منظور شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.