کابل(پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٥): د ټاکنيزو اصلاحاتو لپاره د ولسمشر د تقنيني فرمان په اړه د ملي شورا د دواړو جرګو د شته اختلافاتو د حل پلاوي ناسته به نن جوړه شي او ټاکل شوې چې د ملي شورا غړي به نن شپه له ولسمشر سره هم ناسته ولري.
ټاکنيز اصلاحات د ملي يو والي حکومت د جوړېدو د هوکړه ليک له مهمو مواردو ګڼل کېږي، ولسمشر په همدې موخه دوه ځلې تقنيني فرمانونه صادر کړل چې د ولسي جرګې له رد سره مخ شول.
د نوموړي لومړى فرمان د مشرانو جرګې له خوا هم رد شو، خو دويم فرمان يې د روان کال د چنګاښ په اتمه تاييد کړ .پر همدې بنسټ د اساسي قانون د سلمې مادې له مخې، دغه موضوع ګډ پلاوي ته وړاندې کېږي.
په ياده ماده کې راغلي: ((كه چېرې د يوې جرګې مصوبه د بلې جرګې له خوا رد شي، د اختلاف د له منځه وړو لپاره يې د دواړو جرګو د غړو له خوا په برابر شمېر ګډ پلاوی ټاكل كېږي. د پلاوي پرېكړه د ولسمشر تر توشېح وروسته نافذه ګڼل كېږي. كه ګډ پلاوى ونه كړاى شي د نظر اختلاف له منځه يوسي، تصويب رد شوى ګڼل كېږي. كه چېرې تصويب د ولسي جرګې له خوا شوى وي، ولسي جرګه كولاى شي په خپله وروستۍ غونډه كې هغه د خپلو غړو د رايو په اكثريت تصويب كړي. دا تصويب بې له دې چې مشرانو جرګې ته وړاندې شي، د ولسمشر تر توشېح وروسته نافذه ګڼل كېږي.))
مشرانو جرګې د چنګاښ په ٢٣مه او ولسي جرګې تېره ورځ( د چنګاښ ٢٨مه) خپل لس لس غړي ياد شوي کمېسيون ته د غړو په توګه ور وپېژندل.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار په نننۍ ناسته کې وويل، ټاکل شوې چې نن غرمه د ګډ پلاوي لومړۍ ناسته تر سره شي.
دا په داسې حال کې ده چې له معمول سره سم، د ملي شورا يوه نيمه مياشتنۍ رخصتي د زمري مياشتې په لومړۍ نېټه پيلېږي او که چېرته ونه ځنډېږي، د ياد شوي تقنيني فرمان په اړه د ګډ پلاوي کار هم ځنډېږي.
خو مسلميار زياته کړه چې که ګډ پلاوى په ننۍ ناسته کې د اختلافاتو د حل په اړه نهايي پايلې ته ونه رسېږي، مشرانو جرګه به سبا ته د دوبنيو رخصتيود ځنډولو په اړه يوه فوق العاده ناسته کې تصميم ونيسي.
د يادونې ده چې د اساسي قانون د ١٠٧ مې مادې پر بنسټ، د ملي شورا فوق العاده ناستې د رخصتيو په ورځو کې هم د ولسمشر په امر جوړېدلى شي.
مسلميار د مشرانو جرګې په ننۍ ناسته کې د جزيياتو له ورکړې پرته وويل، ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني نن شپه د ملي شورا له غړو سره ناسته ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن