ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيمروز کې د سرحدي پوليسو يو افسر له خپلې لور سره وژل شوی

نيمروز کې د سرحدي پوليسو يو افسر له خپلې لور سره وژل شوی

author avatar
19 Jul 2016 - 14:54
نيمروز کې د سرحدي پوليسو يو افسر له خپلې لور سره وژل شوی
author avatar
19 Jul 2016 - 14:54

زرنج ښار (پژواک، ٢٩ چنګاښ  ٩٥): وسله والو موټرسايکل سپرو په نيمروز کې د سرحدي پوليسو يو افسر د هغه له  لس کلنې لور سره وژلی دی.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ يو مسوول چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرحدي پوليسو ياد افسر تېره شپه د نيمروز ولايت په زرنج ښار کې وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړه: "تېره شپه د زرنج ښار څلورمه ناحيه کې د سرحدي پوليسو پر افسر سمونوال عبدالرحيم کله چې هغه د خپل کور دروازه ور ور ټکولې او لس کلنې لور يې دروازه پرانيستلې په دې وخت کې دوو موټرسايکل سپرو پرې ډزې وکړې او لور يې هم ټپي کېږي."

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ ياد مسوول وويل چې د دغه افسر پوليس لور روغتون ته لېږدول شوې او د روغتيايي وضعيت په اړه يې کره معلومات  په لاس کې نشته.

خو امنيتي مسوولينو نن غرمه وويل چې د پوليسو د ياد افسر لور هم په روغتون کې ساه ورکړه.

د وژل شوي تن خپلوان محمد غوث، د دغه افسر وژنه د طالبانو کار وباله او ويې ويل چې طالبانو تېر کال هم هغه خپل کور ته څېرمه ټپي کړى و؛ خو څو مياشتې وروسته يې روغتيايي وضعيت ښه شو خو له بده مرغه تېر ماښام بيا پرې بريد وشو او ووژل شو.

نوموړي زياته کړه تېر  کال چې نوموړى ټپي شوى و، دولت هېڅ کار ونه کړ او  ونه توانېد چې عاملين يې ونيسي.

خو د نيمروز امنيتي مسوولين وايي چې د پرون شپې پېښې په اړه څېړنې روانې دي او تر اوسه د دې وژنې په تړاو څوک نيول شوي نه دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.