ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې اووه ملکي وګړي ټپيان او دوه ځانمرګي وژل شوي

پروان کې اووه ملکي وګړي ټپيان او دوه ځانمرګي وژل شوي

author avatar
19 Jul 2016 - 14:58
پروان کې اووه ملکي وګړي ټپيان او دوه ځانمرګي وژل شوي
author avatar
19 Jul 2016 - 14:58

چاريکار (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٥): د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د چاودنې له امله دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي او اوه ملکي وګړي ټپيان شوي او دغه راز په ياده ولسوالۍ کې په جنايي جرمونو ١٢ ککړ کسان نيول شوي دي.

په بګرام ولسوالۍ کې حکومت چارواکي وايي چې دغه چاودنه نن سهار اوه بجې د يادې ولسوالۍ په ګجرخېلو سيمه کې په يوه کور کې رامنځته شوې ده.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې دوو ځانمرګو د يوه کور په ګاراج کې په يوه موټرسايکل کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کول.

قدوسي زياته کړه چې د ځانمرګو کسان هويت نه دى معلوم او د لا ډېرې څېړنې په موخه د ياد کور څښتن نيول شوى دى.

تر اوسه پورې کومې ډلې د ياد بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

ورته مهال د بګرام ولسوالۍ په غلام علي کلي کې د يوه روغتيايي کلينيک موظف ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کلينيک ته پنځه ټپي شوې مېرمنې راوړل شوې وې چې له دې ډلې يې درې کسانې له درملنې وروسته رخصت شوې او دوه نورې يې د روغتيايي وضعيت د نازک والي له امله کابل ته لېږدول شوې دي.

د يوه بل خبر له مخې، پروان کې د افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې ١٢ جنايي مجرمين نيول شوي دي.

د پروان امنيتي چارواکي وايي چې دغه عمليات نن سهار څلور بجې د پروان مرکز په قلعچه سوخته سيمه کې ترسره شوي چې له وسلوالې نښتې وروسته ١٢ جنايي مجرمين له شپږو کلاشينکوفونو، يوې تومانچې او يوه لاسي بم سره يو ځاى نيولي دي.

د پروان ولايت پوليسو د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال عبدالصمد زلمي پژواک ته وويل: "د پروان ولايت مرکز په قلعچه سوخته کې دوو پنځه کسيزې او اووه کسيزو ډلو جرم درلود، د اووه کسيزې ډلې د نيولو پر مهال وسلواله نښته رامنځته شوه، د احد په نوم د يادې ډلې سرګروپ ووژل شو او د پنځه کسيزې ډلې مشر نذير کلال له خپلو کسانو سره يو ځاى نيول شوى دى.

زلمي د دې خبرې په څرګندولو سره چې يادې ډلې په ځينو جنايي جرمونو لکه قتل، تښتونه، وسلواله غلا او د لارې په وهلو کې لاس درلود چې د يادو کسانو په نيول کېدو سره به د يادو سيمو امنيت ډېر ښه شي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.