ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند د معلولیت لرونکو کرکټ لوبډله کابل را ورسېده

د هند د معلولیت لرونکو کرکټ لوبډله کابل را ورسېده

author avatar
20 Jul 2016 - 17:16
د هند د معلولیت لرونکو کرکټ لوبډله کابل را ورسېده
author avatar
20 Jul 2016 - 17:16

کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٥): د هندوستان د معلوليت لرونکو لوبغاړو کرکټ ملي لوبـډله د يو لړ سياليو ترسره کولو په موخه کابل ته را ورسېده.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په کوربه توب په کابل- الکوزي نړیوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان او هندوستان معلوليت لرونکو ملي لوبډلو تر منځ درې شل اوريزې سيالۍ ترسره کېږي.

هغه زياته کړه چې د سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه به د روان زېږديز کال د جولای په ۲۲مه، دوهمه لوبه په ۲۳مه او وروستۍ لوبه به په ۲۵مه نېټه ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش وايي چې معلوليت ناتواني نه ده او د افغانستان معلولیت لرونکي لوبغاړي په مېړانه د لوبېدو او د سياليو د ګټلو وړتيا لري.

د کرکټ بورډ د معلوليت لرونکو وګړو کرکټ مسوول ډاکټر عبدالمنان مسعود وايي: "د معلوليت لرونکو وګړو ملي لوبډله له بشپړ چمتووالي سره د سياليو تر درشله ځي. موږ باور لرو چې سيالۍ به په خپلې بريا سره پای ته ورسوو. "

د افغانستان د معلوليت لرونکو ملي لوبډلې لوبغاړی شفيق الله صميم له پژواک سره په خبرو کې له کرکټ بورډ  ادارې مننه وکړه چې تل يې د دوى لپاره په کور دننه او له هېواده بهر  سيالۍ برابرې کړې دي.

هغه زياته کړې: ((موږ په خورا لېوالتيا سره په کابل کې د هند کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېدو ته شېبې شمارو.))

د يادونې ده، څه موده کې د افغانستان د معلوليت لرونکو لوبډلې هندوستان ته په دغه هېواد کې ماتې ورکړې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.