غزني ښار (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۵): د غزني په دوو ولسواليو کې وسله والو طالبانو، پوليسو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ د ابو کلا په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده.
سرچينه وايي چې په دې نښته کې د احمد او حمزه په نومونو د طالبانو د دوو قوماندانو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله چې په دې پېښه کې د طالبانو دوه موټرسايکل او يو شمېر وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په اعلاميه کې راغلي چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله وال طالبان هم دغه نښته تاييدوي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې نښته کې دوه طالبان وژل شوي او امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وويل چې د احمد او حمزه په نومونو وژل شوي کسان قوماندانان نه وو، بلکې عادي طالبان وو.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه شاوخوا يوه بجه وسله والو طالبانو د غزني د اندړو ولسوالۍ د ملنګ په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ.
د غزني د امنيې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې په دغو بريد کې دوه طالبان او يو پاڅون کوونکی وژل شوي او درې پاڅون کوونکي او سيمه ييز پوليس ټپيان دي.
د ملنګ سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې وژل شوى پاڅون کوونکى د کونړ ولايت اوسېدونکى و.
د هغه په وينا، نښتې نږدې يو ساعت دوام وکړ چې په ترڅ کې څلور پاڅون کوونکي هم ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن