جلال اباد (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۵): چارواکي وايي، په لغمان ولايت کې د ځینو پېښو پر مهال درې طالب وسله وال وژل شوي، شپږ پوليس او دوه وسله وال ټپيان شوي دي.
بلخوا په ننګرهار ولايت کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېرشپه د مهترلام ښار په عمرزيو سيمه کې له وسله والو طالبانو سره نښته شوې ده،.
د والي وياند وايي، په دې نښته کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ پوليس او دوه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
د والي وياند زياتوي، په ټپي پوليسو کې پنځه يې سيمه ييز او يو ملي پوليس دي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
ځواک وايي، همدا شان نن لس بجې د الينګار په ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو د جهان ګل په نوم طالب قوماندان چې پر فدايي مشهور دی پر ډزو وژلی دی.
د نوموړي په وينا، دا طالب قوماندان د ملي اردو سرتېرو د لرې واټن بريد په ترځ کې په نښه شوی دی.
د يوه بل خبر له مخې، چارواکي وايي چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک آژانس ته وويل، تېره شپه د باندر په سيمه کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی چې په ترڅ کې یې دغه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د والي وياند يادونه وکړه، چې په دې بريد کې ځايي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن