ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړيوال دې د افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي

نړيوال دې د افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي

author avatar
20 Jul 2016 - 11:09
نړيوال دې د افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي
author avatar
20 Jul 2016 - 11:09

کابل (پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٥): په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه هغه تړون لاسلیک شو چې له مخې یې دغو کډوالو ته د اوسېدو شپږ میاشتې نور وخت ورکړل شوی دی.

په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه د روان زېـږديز کال د جون په ٣٠مه پاى ته رسېدلې  وه، خو د پاکستان لومړي وزير نوازشريف څو ورځې مخکې دغه موده د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځوله.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د نېټې غځولو پر تړون د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير عبدالقادر بلوچ پرون په اسلام اباد کې لاسليک کړ.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه درې اړخيزه دوه ورځنۍ غونډه  پيل شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان د پلاوو تر څنګ په دغو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مسوولينو هم برخه اخيستې وه.

سرچينې زياته کړې په دې غونډه کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه وشوه چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو په ستنولو کې مرسته وکړي.

په دغه غونډه کې دغه راز پرېکړه شوې چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدل يې له لومړيتوبونو دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې غونډې په وروستيو برخو کې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تر منځ پر هغه تړون هم لاسليک وشو چې له مخې به يې راجستر شوي افغان کډوالو تر شپږو نورو مياشتو پورې (د ډ‌سمبر ٣١مه، ٢٠١٦) په پاکستان کې اوسېدلى شي.

سرچينې زياته کړې چې له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې نږدې څلور ميليونه افغانان له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي خو اوس هم يو نيم ميليون راجستر شوي او يو ميليون غير راجستر افغان کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر اندريکا راتاوي ويلي چې ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو زياتېدو سره د هغوى د ستنېدلو لړۍ تنده کړې ده.

هغه له نړيوالې ټولنې غوښتي چې په نورو برخو کې هم له افغان کډوالو سره مرستې وکړي، څو خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال له ستونزو سره مخامخ نه شي.

د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا هېواد ته هر ستنېدونکي افغان ته څلور سوه امريکايي ډالر ورکول کېږي، په داسې حال کې چې دا پخوا شاوخوا دوه سوه ډالره وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.