ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د دولت پر ملاتړ غونډه وشوه

هلمند کې د دولت پر ملاتړ غونډه وشوه

author avatar
20 Jul 2016 - 14:55
هلمند کې د دولت پر ملاتړ غونډه وشوه
author avatar
20 Jul 2016 - 14:55

لښکرګاه (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۵): په هلمند کې سلګونه قومي مشرانو، دیني عالمانو او عامو خلکو د دولت پر ملاټر غونډه وکړه او له خلکو يې وغوښتل چې ځوانان د امنيتي ځواکونو لیکو ته ولېږي.

دغه غونډه نن (د چنګاښ ۳۰مه) په مرکز لښکرګاه کې د اقوامو قبايلو په  ریاست کې جوړه شوې وه.

په غونډه کې ديني عالم مولوي زین الله وویل چې د امنیت ټینګښت او  د پردیو لاسوهنو مخه یواځې په نظامي هڅو نه نیول  کېږي، ځينې نورې لارې دي چې په لږ وخت کې مثبت بدلون  رامنځته کولاى شي.

د ده په وینا، که دیني عالمان په جوماتونو او مجلسونو کې حقیقت  ووايي، نظامي او ملکي ادارو کې  تقوا را منځته شي په هېواد کې به ډېر ژر امنيت ټينګښت ومومي.

د هغه په خبره، ولسونو ته په کار ده چې خپل حق وپېژني ، د دولت وسله وال مخالفین دې هم  ځانونه  د پردیو له لیکو او رهبرۍ جلا کړي او د سولې لاره دې خپله کړي.

ده وویل: ((موږ علماء  د خپل دولت ملاتړي یو ، خپل بچيان  د امنیتي ځواکونو لیکو ته لېږو او د اړتیا پر مهال هر ډول مرستې ته چمتو یو.))

په دې غونډه کې دینې عالم مهردل هم وویل، پاکستاني علما د خپل فاسد او غلام  حکومت دفاع کوي، اړتیا ده چې دلته هم ديني عالمان همدا کار وکړي.

هغه له ديني عالمانو څخه د روانو جګړو او وژنو د مخنیوي په برخه  کې د رښتیا ویلو غوښتنه وکړه او ويي ويل چې د مخالفینو په تبلیغاتو تېر وتلي ځوانان دې بېرته  سمې لارې ته  را وګرځول شي.

مولوي مهر وسله وال طالبان، داعش او نورې ورنکارې ډلې ترهګرې او فاسدې وبللې او پر وړاندې يې د جهاد اعلان وکړ.

په دې غونډه کې قومي مشر نعمت  الله ساپي وویل، یواځې تش په نوم  ملاتړ له امنیتي ځواکونو هېڅ  ګټه نه لري، پخوا هم  دا ډول غونډې شوې دي، اړتیا ده چې لومړی دې همدا مشران او مخور خپل زامن د ملي اردو او ملي پولیسو  لیکو ته  ولېږي.

د عبدالمالک خان په نوم يو بل قومي مشر وویل: ((اوس موږ ټولو ولسونو ته  معلومه  ده چې د خپل نظام  بدیل نه لرو، نو بايد د حکومت ملاتړ وکړو او هم ورسره د اصلاحاتو په پروسه کې مرسته وکړو.))

په غونډه کې د مدنې ټولنې غړي محمد قاسم جعفري وويل چې له حکومت، قانون او  سرحدونو څخه بايد ټول کلکه دفاع او ملاتړ وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.