ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور ٣٢١ کسان نيول شوي

کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور ٣٢١ کسان نيول شوي

author avatar
20 Jul 2016 - 20:22
کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور ٣٢١ کسان نيول شوي
author avatar
20 Jul 2016 - 20:22

کابل (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٥): د کابل پوليس په دغه ښار کې د جنايي جرمونو کچې له راکمېدو خبر ورکوي او وايي چې په تېرو ٢٠ ورځو کې يې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو لکه قتل، غلا او نشه يي توکو د قاچاق په تور ٣٢١ کسان نيولي دي.

د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دغه کسان د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه نيول شوي، چې دوسيې يې له لومړنيو پړاونو تېرېدو وروسته لويې څارنوالۍ ته لېږل شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د نيول شوو شکمنو کسانو له ډلې يې ٣١ کسان د نشه يي توکو د پېر او پلور، ٣٢ کسان د قتل، ٦٩ کسان له موټرونو او کورونو د غلا، ٣٤ کسان د ملکيانو وهلو او ټپي کولو، ٤٠ کسان د اخلاقي جرمونو او پاتې نور يې، جېب وهنې، د غيرقانوني وسلو د لېږد او نورو  جنايي جرمونو په تور نيول شوي دي.

د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندان د معلوماتو پر بنسټ، د يادو کسانو د نيولو پر مهال يوه اندازه وسله هم ترلاسه شوې او د يادې مودې په ترڅ کې ٦١٢ ليټره او ٣٤٤ بوتله الکولي مشروبات او نشه يي توکي لکه چرس، هيرويين، ترياک، کرسټال او شيشه هم کشف او ضبط شوې ده.

د هغه په وينا، په تېرو شلو ورځو کې په نشه يي توکو ١٥٢ روږدي کسان له پېژندنې وروسته راټول شوي او د نشو د پرېښودو په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د کابل ښار په يوولسمې حوزې کې د وژنو وروستيو پېښو عاملين هم نيول شوي، زياته کړه: "د دغو قتلونو د عاملينو له ډلې يې د جرم دوه شريکان پاتې دي چې پوليسو د هغوى د نيولو په اړه هم پلټنې پيل کړې."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستۍ اونۍ کې د يوولسمې ناحيې اړوند سيمه کې ١١ کسان وژل شوي دي.

د کابل ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ، د پارلمان، ډيپلوماټيکو سيمو، وزارتونو، د لوړپوړو چارواکو ساتنې رياستونو او کابل کې د يو شمېر رسنيو ودانيو ترڅنګ د امنيتي ګواښونو له شتون هم يادونه وکړه او ويې ويل: "زموږ کشفي ادارو ته هره  ورځ پر يو شمېر مرکزونو باندې د ګواښ معلومات رارسيږي او موږ د هغو له مخې ګامونه پورته کوو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.