باميان (پژواک ٢ زمرى ٩٥): د باميانو چارواکي وايي، د دې ولايت د هوايي ډګر دروازه د کابل د نننۍ پېښې په غبرګون کې د دې پېښې د قربانيانو د کورنيو او مدني ټولنې د غړو له خوا تړل شوې ده.
نن له غرمې وروسته شاوخوا ٢:٣٠ بجې د کابل ښار د درېمې امنيتي حوزې اړوند دهمزنګ څلورلاره کې د "جنبش روشنايي" لاريون په منځ کې چاودنې وشوې، چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښو کې لږ تر لږه اتيا کسان وژل شوي او ٢٣١ ژوبل شوي دي.
د يادې پېښې په غبرګون کې د باميانو لسګونو اوسېدونکو او د مدني ټولې غړو د باميانو د هوايي ډګر لاره تړلې ده.
مدني فعال عبدالواحد دانشيار، پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چې د کابل له پېښې خبر شول، نو د باميانو د هوايي ډګر دروازه يې وتړله، ترڅو کابل ته د لوړو زده کړو او عامې روغتيا وزيرانو د تګ مخه ونيسي.
ده زياته کړه، دا چې په کابينې کې پرېکړه شوې چې د برېښنا ٥٠٠ کيلو ولټه وارداتي برېښنا دې د باميانو پرځاى د سالنګ له لارې تېره شي، نو دوى نه پرېږدي چې ياد شوي وزيران له باميانه کابل ته ولاړ شي.
يوه بل مدني فعال محمد زاهد احساس وويل، کله چې د کابل له پېښې خبر شول، نو د ولايت هوايي ډګر ته راغلل، ترڅو د خپلو وژل شويو کسانو د وينې تويولو پوښتنه وکړي.
خو د باميانو د امنيه قومندانۍ د امنيت امر محمد علي لکزي، پژواک خبري اژنس ته وويل، لسګونو کسانو د هوايي ډګر لاره د مازيګر له پنځو بجو راپدېخوا تړلې او هلته يې د تحصين لپاره خېمې وهلې دي.
نوموړي له لاريون کوونکو وغوښتل چې خپل لاريون او تحصن د هوايي ډګر له دروازې بلې سيمې ته انتقال کړي.
د هغه په وينا، د عامې روغتيا وزير او د لوړو زده کړو وزيره دواړه بېرته کابل ته ستانه شوي دي.
خو يوې بلې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل چې د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز د هوايي ډګر د دروازې له تړل کېدو وړاندې کابل ته تللى، خو د لوړو زده کړو وزيره فريده مومند لا هم په باميانو کې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن