کابل (پژواک ٢ زمرى ٩٥): ولسمشر غني او د حکومت اجرايي مشر د کابل مرګونو بريدونو په اړه د ژورې خواشيني او خپګان څرګندولو ترڅنګ، لارښوونه کړې ده چې د ټپيانو په درملنه کې دې له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي او د دې ترهګريزې پېښې عاملين دې تعقيب شي.
امنيتي سرچينې وايي، نن له غرمې وروسته په دوه نيمو بجو د کابل ښار درېيمې امنيتي ناحيې اړوند دهمزنګ څلور لار کې د "جنبش روشنايي" لاريون کوونکو منځ کې دوه درنې چاودنې رامنځ ته شوې چې د عامې روغتيا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه مازيګر ٦ بجې لږ تر لږه ٦١ کسان په کې وژل شوي او ٢٠٧ تنه نور ټپيان دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني په کابل ښار کې د لاریون کوونکو په منځ کې نننۍ چاودنو سخت متاثر او خواشینی کړی دى.
ولسمشرۍ ويلي دي، سوله ییز لاریونونه د افغانستان د هر وګړي حق دی او حکومت د لاریون کوونکو د امنیت د تامین په خاطر ټول کوښښونه کوي، خو فرصت طلبه ترهګر نن د لاریون کوونکو منځ ته ننوتل او د چاودنو په ترسره کولو یې زموږ یو شمېر هېوادوال او د امنیتي او دفاعي ځواکونویو تعداد منسوبین ووژل او ټپيان کړل.
نوموړي ټولو بنسټونو او دولتي مقاماتو ته دستور ورکړی چې د دې چاودنې ټپیانو ته د رسېدګي لپاره له ټولو امکاناتو ګټه واخلي او ټپیان په عاجله توګه مهجزو روغتونونو (ملي امنیت او د سردار محمد داوودخان روغتونونو) ته انتقال کړي او درملنه یې وکړي.
سرچينه زياتوي، اشرف غني یو ځل بیا د متاثره شوو ټولو خپلوانو او کورنیو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي او د دې پېښې وژل شوو ته یې د فردوس جنت هیله وکړه.
همداراز اجرايي مشر په يوه پيغام کې ويلي: "د هېواد قسم خوړلو دښمنانو يو ځل بيا د جنبش روشنايي لاريون کوونکو منځ کې د ځانمرګو بريدونو په ترسره کولو، زموږ بې دفاع هېوادوالو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله."
عبدالله زياته کړه چې دا تروريستي عمل محکوموي او د هېواد امنيتي ځواکونو ته لارښوونه کوي چې په ټول توان دې د يادو تروريستي بريدونو عاملان ژر تر ژره تعقيب او د ښاريانو امنيت خونديتوب دې ځير شي.
د حکومت اجرايي مشر يادونه وکړه چې لاريون اومشروع غوښتونو ته د رسېدو لپاره، له سوله ييزو وسايلو څخه ګټه اخيستل د دې هېواد هر وګړي مسلم حق دى او حکومت دنده لري څو د دې حق خونديتوب لپاره هڅه وکړي.
د نوموړي په وينا، په ملکي او لاريون کوونکو بريد د ټولو اسلامي او نړيوالو اصولو خلاف عمل دى.
طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې يادو چاودنو کې ښکېل نه دي؛ خو داعش ډلې ته اړوند يوې وېبپاڼې ويلي دي چې د داعش   . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن