باميان (پژواک ٣ زمرى ٩٥): د باميانو مدني فعالانو او د ولايتي شورا يو شمېر غړو، کابل کې د روشنايي حرکت (جنبش روشنايى پر لاريون کوونکو د خونړي بريد په اعتراض کې د يادې شورا دروازه د نامعلوم وخت لپاره وتړله.
د باميانو يوه مدني فعال عبدل دانشيار پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د روښنايي پر حرکت (جنبش روشنايي) له خونړي بريد وروسته د باميانو مدني فعالانو د ياد بريد په اعتراض کې د ياد ولايت د هوايي ډګر دروازه وتړله.
هغه زياته کړه: "د هوايي ډګر دروازې مو نن سهار يو ځل بيا د الوتنو د نه ګډوډېدو له امله پرانېستې، ځکه د باميانو اوسېدونکي نه شي کولى چې له دوه نا امنو سيمو تګ راتګ وکړي، خو له ولايتي شورا سره مو په ګډه پرېکړه وکړه، څو د يادې شورا دروازه وتړي او بله راتلونکې پرېکړه به هم له خلکو او ولايتي شورا غړو سره يو ځاى نيسو."
د باميانو ياد مدني فعال، د خپلې راتلونکې پرېکړې او په دې اړه چې د ولايتي شورا دروازه به تر کومې مودې پورې تړلې وي، څه ونه ويل.
د باميانو مدني فعالانو د دغه ولايت د هوايي ډګر دروازې پرون ورځ وتړلې او د عامې روغتيا او لوړو زده کړو وزيرانو ته يې کابل ته د بيرته راستنېدو اجازه ورنه کړه.
محمد حسن اسدي چې د ولايتي شورا د غړو په استازيتوب يې خبرې کولې، وويل چې د ولايتي شورا دروازې له تړلو څخه موخه، له درد او غم ليدلو کورنيو سره د همدردۍ څرګندول دي.
هغه زياته کړه: "د باميانو له مدني فعالانو سره يو ځاى د عدالت د ټينګښت لپاره هلې ځلې کوو او د باميانو ولايتي شورا چې د باميانو د اوسېدونکو استازيتوب کوي، دشهيدانو په غم کې ځانونه شريک بولي.
ورته مهال په دغه ولايت کې د ولايتي شورا دفتر له تړل کېدو سره د ياد ولايت په لسګونو جوماتونو کې د قران عظيم الشان ختمونه وشول.
د باميانو والي محمدطاهر زهير د کابل د خونړي بريد د غندلو ترڅنګ له مرکزي حکومت غوښتنه وکړه، د يادې پېښې په اړه پوره څېړنه وکړي او ژر تر ژره يې عاملين ونيسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن