ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د داعش لسګونه وسله وال وژل شوي

ننګرهار کې د داعش لسګونه وسله وال وژل شوي

author avatar
24 Jul 2016 - 11:44
ننګرهار کې د داعش لسګونه وسله وال وژل شوي
author avatar
24 Jul 2016 - 11:44

جلال اباد(پژواک،۳ زمری ۹۵) : چارواکي وايي چې د ننګرهار په کوټ او اچين ولسواليو کې   د عملياتو پر مهال  د داعش د څلورو  مهمو غړو په ګډون ۶۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.

په کوټ او اچين ولسواليو کې د داعش پر ضد د سيمه ييزو امنيتي ځواکونو د شاهين ۱۸ عملياتو تر څنګ له تېرو دوو ورځو راهيسې د کومانډويي پوځيانو ځانګري عمليات پيل شوي دي.

د دې عملياتو د هوايي ملاتړ ترڅنګ  د ننګرهار له هوايي ډګره د بهرنيو پوځيانو له لوري پر داعش د لرې واټن  توغنديو بريدونه  هم کېږي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اچين او کوټ ولسواليو کې د داعش ۶۳  وسله وال وژل شوي دي.

د والي وياند زياتوي: ((په وژل شوو کې د داعش  ډلې قاضي عبدالله باجوړی، د يادې ډلې مفتي عبدالله، ډلمشر ملا طوفان اورکزی او قوماندان حضرت الله شامل دي.))

د والي وياند زياتوي دا هوايي او ځمکني عمليات د اچين په پېښې، باندر او د ورڅېرمه سيمو تر څنګ د کوټ ولسوالۍ د لاغرجو په سيمه کې پيل شوي دي.

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي نويد شينواري پژواک اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې د هوايي بريدونو ترڅنګ په يو شمېر سيمو کې پر داعش  وسله والو د توغنديو بريدونه ډېر شوي دي.

هغه وايي: ((وېل کېږي د جلال اباد له هوايي ميدان څخه توغندي راتوغول کېږي، اوږدې اوږدې مرمۍ لري،د خلکو له کورنو څخه د تېرېدو پر مهال ښکاري او د داعش  پر مرکزونو لګېږي.))

اخوا د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي شريف الله پژواک اژانس ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې په يو شمېر سيمو کې کومانډو پوځيان پلي شوي او عمليات کوي.

نوموړي يادونه وکړه، دا عمليات بايد دوام ولري او د وسله والو له نفوذه په پاکو شوو سيمو کې بايد نوې پوستې واچول شي.

سيمه ييزو چارواکو په اچين او کوټ کې د کومانډويي پوځيانو د عملياتو په تړاو ډېر جزييات نه دي ورکړي؛ خو تېره ورځ د ننګرهار جګپوړو چارواکو له دې  عملياتو د لېدنې پر مهال هغه بريالي بللي دي.

دغه راز د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن  شيرين اقا فقيري پژواک اژانس ته وويل، په يادو عملياتو کې وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ د هغو ځينې مرکزونه او وسلې له منځه تللي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.