ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېوادوالو په پراخه کچه د کابل ښار پرونى بريد وغانده

هېوادوالو په پراخه کچه د کابل ښار پرونى بريد وغانده

author avatar
24 Jul 2016 - 17:44
هېوادوالو په پراخه کچه د کابل ښار پرونى بريد وغانده
author avatar
24 Jul 2016 - 17:44

کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩٥):  د هېواد د بېلا بېلو سيمو اوسېدونکو، چارواکو او د مدني ټولنې غړو په کابل کې د لاريون کوونکو په منځ کې ترسره شوي ځانمرګي بريدونه په پراخه کچه وغندل.

پرون د کابل ښار د دهمزنګ په سيمه کې د ((جنبش روشنايي)) د لاريون کوونکو په منځ کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول، چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٨٠ کسان وژل شوي  او ٢٣١ نور  ټپيان  دي.

داعش وسله والې ډلې ددې بريد مسووليت منلى دى.

دغو کسانو د خپلې پخوانۍ غوښتنې لپاره چې د برېښنا د توتاپ پروژه دې د باميانو ولايت له لارې تېره شي، لاريون  کړى و.

د بلخ ولايت مدني فعال احمد جاوېد پژواک ته وويل چې د دهمزنګ پېښه د افغانان لپاره د درد او غم پېښه ده، چې هېڅ ډول يې جبران نه شي کېدی.

نوموړي زياته کړه چې ولس بايد له ورته پېښو څخه د ملي ګټو د پېژندنې او د ملي يووالي په لور د حرکت په موخه ګټه واخلي.

خو د مزارشريف ښار اوسېدونکی محمد مختار بيا حکومت ګرموي، چې ولې يې د مدني حرکت ساتنه ونه شوای کړای.

نوموړي زياته کړه چې حکومت د ځانمرګو بريدګرو په مخنيوي کې ګرم دی، بايد دغه پېښه نه وای شوې.

بلخوا د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مدني ټولنو لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې د کابل د دهمزنګ د تېرې ورځې پېښه وغندل شوه.

په ياده غونډه کې د بلخ ولايتي شورا ځينو غړو هم برخه اخيستې وه، چې د کابل پېښه يې وغندله.

د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وويل چې د تېرې ورځې پېښه د غم او درد پېښه ده، چې جبران کول يې ناشوني دي. نوموړي هم حکومت د ورته حرکتونو د مصونيت په برخه کې پړ  وګاڼه.

د خوست مدني فعال محمد زمان نظري د کابل د پروني بريد د غندنې ترڅنګ له دولت څخه په راتلونکې کې د دا ډول پېښو د مخنيوي په برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.