ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د کابل ښار پوستې نمايشي دي

خلک: د کابل ښار پوستې نمايشي دي

author avatar
25 Jul 2016 - 13:43
خلک: د کابل ښار پوستې نمايشي دي
author avatar
25 Jul 2016 - 13:43

کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٥): د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې د دغه ښار په واټونو کې د پوليسو ډېری پوستې ننداريزه بڼه لري او پرته له دې چې لارويان او موټر تلاشي کړي، د موانعو په اېښودو سره يې ترافيکي ګڼه ګوڼه او ستونزې زياتې کړې دي.

دوى اندېښنه څرګندوي چې د دې پوستو شتون او د سمنټي او پلاستيکي موانعو اېښودو چې سړک يې کم عرضه کړى، موټر له څو کرښو يوه خط ته محدود کړي چې نه يوازې چې د امنيت په ټينګښت کې موثر ... بلکې د دندې پر وړاندې د پوليسو دې بېغورۍ پر خپل ځان د پوليسو باور کم کړى دى.

 

د پژواک خبري اژانس خبريال د بېلګې په ډول د کابل ښار په مهمو واټونو کې له ١٥ امنيتي پوستو ليدنه کړې چې له ډلې يې د عامې روغتيا څلورلارې، عبدالحق څلور لارې، زړو مکروريانو ساحه، شاه شهيد، د کارته نو غوڼدۍ بېخ، پل محمودخان، د هوايي ډګر شهيد څلورلارې، د سليم کاروان څلورلارې، هوايي ډګر څلورلارې، څلورم مکروريان، د تايمني پنځم سړک، دهن چمن، د کلا فتح الله مدينه بازار، د کلا زمان خان درې لارې او د پنځه سوه فاميلۍ څلورلاره ساحې شاملې دي.

د پژواک خبريال موندنې څرګندوي چې  د پوليسو د دې ١٥ پوستو له ډلې يې يواځې يوه پوسته د کلازمان خان درې لارې کې د موټرو او چلوونکو د تلاشۍ په حال کې ليدل شوې او پاتو نورو يې په واټونو نمايشي موانع اېښي وو او حتى په دا ډول ځينو چک پانټونو کې پوليس هم نه ليدل کېږي.

کابل ښاريان

يو شمېر ښاريان د پوليسو تلاشي نمايشي بولي او وايي چې د سړک له منځه دواړه اړخونه د پوليسو له لوري پر موانعو بند شوي چې دا موضوع د سړک د کوچني کېدو او ترافيکي ستونزو د پيدا کېدو لامل شوې ده.

د کابل ښار د کلا زمان خان د درې لارې اوسېدونکي نويد احمد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د پوليسو تلاشي نمايشي ده او سړکونه يې د موانعو په اېښودو سره بند کړي دي، خو تلاشي نشته، پوليسو سګريټ لګولى وي او د ونو تر سيورو لاندې ناست وي، نه موټر تلاشي کوي او نه هم خلک.))

د شهيد څلورلارې يوه بل اوسېدونکي شکېب هم د پوليسو د نه تلاشۍ په اړه نيوکه وکړه او ويې ويل چې پوليس ٢٤ ساعته د تلاشۍ په موخه ولاړ وي، خو موټر او چلوونکي نه تلاشي کوي.

دغه ځوان د شکمنو، تورو ښيښو او بې نمبر پلېټه موټرو تلاشي کول مهم وبلل او زياته يې کړه: ((حتى د شپې له خوا هم موټر نه تلاشي کوي، يو شمېر موټر يواځې په دې بهانه دروي چې له کوم ځايه راغلی يې، چېرته ځې او څه  دې بار کړي؟ دروي، پيسې ترې اخلي او بيا يې بېرته خوشي کوي.))

تر کارته نو تپې لاندې ساحه کې د حشمت الله په نوم يوه ټکسي چلوونکي چې د پوليسو تلاشي ته نږدې د سپرليو په تمه و، وويل چې د سړک په منځ کې يې موانع اېښي، ترافيکي ستونزې يې رامنځته کړې، خو هېڅ ډول تلاشي نه کوي.

نوموړي زياته کړه چې د  ورځې په اوږدو کې ممکن اته ساعته کار وکړي، خو په دې موده کې شاوخوا څلور ساعته د ترافيکي ګڼه ګوڼې، د پوليسو له ننداريزو چک پاينټونو په تېرېدو چې له امله يې سړکونه کوچني شوي، ضايع کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.