ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انيسه د پوزي اوبدنې له لارې د کورنۍ او اولادونو د زده کړو لګښت برابروي

انيسه د پوزي اوبدنې له لارې د کورنۍ او اولادونو د زده کړو لګښت برابروي

author avatar
26 Jul 2016 - 13:46
انيسه د پوزي اوبدنې له لارې د کورنۍ او اولادونو د زده کړو لګښت برابروي
author avatar
26 Jul 2016 - 13:46

کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٥): يوه مېرمنه چې له ١٦ کلونو راهيسې يې د خپلې کورنۍ په لګښتونو او اولادونو په تحصيل کې ونډه اخيستې، وايي چې د توليداتو پلور يې کم شوى او ژوند يې له سختو ستونزو سره تېرېږي.

اووه څلوېښت کلنه انيسه د شپږو اولادونو مور ده او اوسمهال له خپلو دريو لوڼو، يوه زوى او خاوند سره د کابل ښار د دريمې ناحيې اړوند کلا چمن سيمه کې ژوند کوي.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل، ١٦ کاله کېږي چې په يوه شرکت کې د پوزي (بوريا) اوبدنې له زده کړې وروسته په خپلواک ډول کار کوي او د ټوکريو، دستکولونو، خوليو، مېوه دانيو او ګلدانونو په اوبدلو سره د خپلې کورنۍ د لګښتونو په پوره کولو کې ونډه اخلي.

دغه هنرمندې او هڅاندې مېرمنې وويل چې تل هڅه کوي څو پوزي اوبدنې او نورو لاسي کارونو له لارې د خپلې کورنۍ او اولادونو د تحصيلي لګښتونو په پوره کولو کې ونډه واخلي او د دې اجازه ورنه کړي چې اولادونه يې د ټولنې د اوږدو بار شي.

هغې وويل چې خاوند يې له کمونيستي کودتاه نه وړاندې (١٣٥٧ لمريز) د ګلبهار نساجۍ کارکوونکى و يو څه وخت يې په دفاع وزارت کې هم د اجير په توګه کار وکړ او اوسمهال ٦٨ کلن دى چې د کار توان نه لري.

انيسې زياته کړه چې د خاوند د تقاعدۍ تنخوا يې ډېره کمه ده او زامن يې له دې امله هېڅ کار نه شي کولی چې په تحصيل بوخت دي، دا اړه ده چې په شپو شپو تر ناوخته پورې پوزي و اوبي او د ورځې يې په بازار کې وپلوري.

هغې وويل: ((هر سهار خپل توليدات په سر ږدم او په بس موټر کې د ښار مختلفو سيمو لکه خيرخانه، نوي ښار او کوټه سنګي ته ځم او يو شمېر يې پلورم.))

انيسې زياته کړه چې هره ورځ يې له ١٠ تر ٢٠ توليدات چې ټوکرۍ، دستکولونه، خولۍ، مېوه دانۍ او ګلدانۍ په کې دي، پلوري، خو په خبره يې چې د توليداتو د پلور کچه يې کمه شوې او عايد يې د کور ورځنۍ اړتياوې نه شي پوره کولى.

دغه مېرمنې زياته کړه چې په منځني ډول هره مياشت شاوخوا اووه زره افغانۍ تر لاسه کوي او له دې پيسو د کور د لګښت او د خپلو اولادونو د تحصيلي لګښت لپاره کار اخلي.

هغې وويل چې درې لوڼو يې د کرنې پوهنځى پاى ته رسولى چې دوو يې ودونه کړي دي، يوه لور يې قابلګي وايي، يوه د لسم ټولګي زده کوونکې ده او زوى يې هم له ټولو کوچنى او د اووم ټولګي زده کوونکى دى.

خو دغه مور زياته کړه: ((سره له دې چې عايد مې کم دي، خو ټوله هڅه مې دا ده چې اولادونه مې ښوونه او روزنه ترلاسه کړي او د ټولنې د اوږو بار نه شي.))

هغې د تعليم او تحصيل پر اهميت ټينګار وکړ او له نورو کورنيو په ځانګړي ډول له ښځو يې وغوښتل چې د دې پر پله دې پل کېږدي او په خپلو اولادونو دې درس ووايي؛ ځکه چې دغه کار د هېواد له پرمختګ سره مرسته کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.