ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايتلافي ځواکونو د ملي اردو يو افسر وژلى

ايتلافي ځواکونو د ملي اردو يو افسر وژلى

author avatar
27 Jul 2016 - 14:55
ايتلافي ځواکونو د ملي اردو يو افسر وژلى
author avatar
27 Jul 2016 - 14:55

چاريکار (پژواک، ٦ زمرى ٩٥): د پروان يو ځايي چارواکى ادعا کوي چې تېره شپه  د ملي اردو يو افسر د بګرام هوايي ډګر کې مېشتو بهرنيو ځواکونو له خوا پر ډزو وژل شوى دى.

د پروان ولايتي شورا منشي حاجي شمس الحق شيخاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوى کس د ملي اردو منسوب دى چې په کابل کې يې دنده درلوده او تېره شپه يې غوښتل چې د ځمکو د خړوبولو په موخه خپل بڼ ته لاړ شي، خو د بهرنيو ځواکونو له خوا پرې ډزې وشوې.

د نوموړي په خبره، دغه افسر ګل کلان نومېږي، ٢٥ کلن او د بګرام ولسوالۍ د صوفي بابا کلي اوسېدونکى و، خو دنده يې څرګنده نه کړه.

د شيخاني د معلوماتو له مخې، افسر پر موټرسايکل سپور و، غوښتل يې خپل بڼ ته لاړ شي چې  د لارې په اوږدو کې بهرنيو ځواکونو خبردارى ورکړ، خو ورته تم نه شو او وتښتېده چې له همدې امله پرې بهرنيو ځواکونو ډزې وکړې.

د سرچينې په خبره، نن سهار يو شمېر خپلوان او ځايي خلک په داسې حال کې چې د افسر مړى ورسره و، د اعتراض په ډول د پروان ولايت مقام مخې ته راټول شول.

معترضينو د پروان له ځايي چارواکو وغوښتل چې په دې ولايت کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د خپل سريو مخنيوى وشي.

په ورته وخت کې د پروان ولايتي شورا منشي پژواک ته وويل چې تر اوسه څو ځله د پروان ولايتي شورا چارواکو په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له چارواکو سره ليدلي او ورته ويلي يې  دي چې د شپې تګ پرمهال دې پوليس هم له ځآن سره ولري.

هغه زياته کړه چې که چېرته بهرني ځواکونه او پوليس په ګډه سره د شپې له خوا ګزمه وکړي، هېڅکله  به هم داسې ننګونه رامنځته نه شي او که چېره احياناُ رامنځته شي، نو په ګډه به يې حل کړي.

په ورته وخت کې د پروان د بګرام ولسوالۍ دولتي چارواکو هم ددې پخلى کوي چې د بګرام د صوفي بابا کلي يو اوسېدونکى د بهرنيو ځواکونو په ډزو وژل شوى دى.

د پروان د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وويل چې دغه شخص په ياده شوې ولسوالۍ کې له بهرنيو ځواکونو سره د ناسم پوهاوي په پايله کې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((دغه کس پر موټرسايکل سپور و چې د ايتلافي ځواکونو له لوري درې ځله د درېدو خبردارى ورکړل شو، خو ونه درېد او د هغوى خوا ته نږدې کېده، سره له دې چې له هغوى سره لايزري نښه يې خوا ته روښانه وه، خو پاملرنه يې ورته ونه کړه او ور نږدې شو، بالاخره پرې ډزې وشوې او ووژل شو.))

د بګرام ولسوال وويل په دې اړه معلومات نه لري چې وژل شوى کس د ملي اردو منسوب دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.