ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: د دهمزنګ پېښې د څرنګوالي په اړه بايد هر اړخيزه څېړنه وشي

مشرانو جرګه: د دهمزنګ پېښې د څرنګوالي په اړه بايد هر اړخيزه څېړنه وشي

author avatar
27 Jul 2016 - 16:28
مشرانو جرګه: د دهمزنګ پېښې د څرنګوالي په اړه بايد هر اړخيزه څېړنه وشي
author avatar
27 Jul 2016 - 16:28

کابل (پژواک، ٦ زمرى ٩٥): مشرانو جرګې د روښنايي حرکت پر لاريون کوونکو بريد وغانده او د حکومت له ګومارل شوي پلاوي يې وغوښتل، څو ژر تر ژره د يادې پېښې د رامنځته کېدو په اړه څېړنه وکړي او پايلې يې ډېر ژر له خلکو سره شريکې کړي.

د روښنايي حرکت (جنبش روشنايى) پر لاريون کوونکو د روانې مياشتې په دويمه نېټه د دوه ځانمرګو بريدونو په پايله کې ٨٠ کسان ووژل شول او له ٢٣٠ زيات نور ټپيان شول.

د داعش وسله والې ډلې د ياد بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د روښنايي حرکت پلويانو ياد لاريونونه د خپلې پخوانۍ غوښتنې په موخه، چې د باميانو ولايت له لارې د ټوټاپ پروژې د برېښنا مزي تېرول و، تر سره کول.

ولسمشر د يوه حکم په ترڅ کې د ياد بريد د څېړنې په موخه د هېواد د لوى څارنوال په مشرۍ يوه پلاوي ته دنده سپارلې، څو ژر تر ژره د دهمزنګ پېښه وڅېړي.

مشرانو جرګه کې د خلکو استازي نثاراحمد حارث نن د يادې جرګې په ځانګړې ناسته کې وويل: "د افغانانو دوښمنانو په ځانمرګي بريد کې له هغو توکو ګټه اخيستې، چې له بده مرغه له دولتونو سره وي، نه له ترهګرو سره، کوم کيمياوي توکي چې استعمال شوي و، زموږ په ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان کې شتون لري."

حارث په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

هغه زياته کړه: "له ګومارل شوي پلاوي په ځانګړي ډول له لوى څارنوال دا غوښتنه لرو چې د خلکو هيلې پوره او يادې قضيې ته په ريښتوني توګه لاسرسى وکړي او پايلې له هغه وروسته ژر تر ژره خلکو ته ورسوي."

د يادې جرګې بل غړي عظيم قوياش هم پر لاريون کوونکو شوى بريد وغانده او له ګومارل شوي پلاوي يې وغوښتل، څو د يادې پېښې عاملين او هغه څوک چې په دغه برخه کې يې ناغيړې کړې، له پېژندلو وروسته ترې پوښتنې وکړي.

د يادې جرګې يو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود او په دې اړه يې د لا ډېرو څېړنو غوښتنه وکړه.

د يادې جرګې لومړي نايب فرهاد سخي چې د نننۍ غونډې يې مشري يې پر غاړه درلوده، پر ملکيانو په ځانګړي ډول لاريون کوونکو باندى بريد وغانده.

هغه له ګومارل شوي پلاوي وغوښتل، څو ژر تر ژره د پېښې څرنګوالي په اړه څېړني وکړي او راپور يې ډېر ژر خلکو ته وړاندې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.