ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرطان ناروغۍ پر ضد د مجادلې بنسټ رامنځته شو

د سرطان ناروغۍ پر ضد د مجادلې بنسټ رامنځته شو

author avatar
28 Jul 2016 - 13:09
د سرطان ناروغۍ پر ضد د مجادلې بنسټ رامنځته شو
author avatar
28 Jul 2016 - 13:09

کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٥): د سرطان ناروغۍ پر ضد د مجادلې بنسټ جوړ شو چې په فعالېدو سره به يې له دې وروسته د سرطان درملنه په هېواد کې دننه کېږي.

دغه څرګندونې په هغې اعلاميه کې راغلې چې د چارو ادارې د مطبوعاتي دفتر له لوري د زمري٧مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې د سرطان پر ضد د مجادلې د بنسټ( ACF)  پرانيستو په مراسمو کې ولسمشر محمداشرف غني، لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني او يو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون کړى و.

سرچينه وايي چې دغه بنسټ د لومړۍ مېرمنې د روغتیايي برخې د یو شمېر ډاکترانو، شخصي او دولتي بنسټونو په همکارۍ جوړ شوی چې په اډانه کې يې یو وجهي صندوق هم رامنځته شوی.

په دې غونډه کې ولسمشر محمداشرف غني د ماليې له وزارته وغوښتل چې د بنسټ د پياوړتيا په موخه د نړیوالو د همکارۍ د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې بي بي ګل غني وويل: ((ما ته ډېره مهمه ده چې په دغه مرکز کې د  سینې او رحم پر سرطان اخته ښځو درملنه وشي.))

هغې زياته کړه چې د دغه راز مرکزونو جوړېدل د ارزښت وړ  او ضروري دي، ځکه ناروغان په خپل هېواد کې تر درمنلې لاندې نیول کېږي،  له رواني او اقتصادي پلوه د خلکو لپاره لویه مرسته ده.

هغې  له هېوادوالو  وغوښتل چې یو بل ته لاس ورکړي، د سرطان پر ضد د مجادلې له بنسټ سره د همکارۍ او ګډون له لارې د زرګونو انسانانو ژوند وژغوري.

د مالیه وزیر اکلیل حکیمي له دغه بنسټ څخه د ملاتړ ترڅنګ وویل چې د حکومت په استازیتوب د مالیې وزارت د لومړني مرسته کوونکي په توګه ۱۵۰ زره امریکايي ډالر مرسته اعلانوي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه بنسټ د پیاوړي کېدو لپاره له نړیوالو بنسټونو او مرسته کوونکو ډلو سره خبرې شوې چې د سرطان پر ناروغۍ اخته کسانو ته ډېرې آسانتیاوې برابرې شي.

د عامې روغتیا  وزیر ډاکتر فیزوزالدین فیرو د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره په دولتي روغتونونو کې د شته امکاناتو په تړاو څرګندونې وکړې او وې ویل  چې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره به یوه روغتون جوړ شي.

فېروز وویل، چې د عامې روغتیا وزارت د سرطاني ناروغیو د تشخیص، وقایې او درملنې لپاره ځانګړې ستراتیژي لري او د امکان تر کچې ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.