ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د طالبانو ماین مې  د کورنۍ درې ګلان ورژول”

“د طالبانو ماین مې د کورنۍ درې ګلان ورژول”

author avatar
28 Jul 2016 - 14:05
“د طالبانو ماین مې  د کورنۍ درې ګلان ورژول”
author avatar
28 Jul 2016 - 14:05

کندهار (پژواک، ٧ زمرى ٩٥): د جګړې يوه قرباني کورنۍ چې د ماين په يوه چاودنه کې يې درې ماشومان وژل شوي او ٦ نور غړي يې ټپيان شوي، له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې د ماينونو له کارولو لاس واخلي او په دې بې رحمه وسله دې د خلکو ژوند نه اخلي.

پر دې کورنۍ تېره مياشت د کوچني اختر په پنځمه د ارغستان ولسوالۍ د ملا ولي محمد ويالې په سيمه کې هغه مهال د ماين چاودنه وشوه چې په يوه زرنج کې د خپلو دوستانو کره د اختر مبارکۍ لپاره روان وو.

هغه مهال د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني پژواک خبري اژانس ته ويلي و چې په دې چاودنه کې د دغې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي چې درې په کې مېرمنې او درې نارينه دي.

د دې پېښې ټپيان د درملنې لپاره د کندهار ښار ميرويس روغتون ته راوړل شوي وو چې اوس په رغېدو دي.

ياده بې وزله او رنځېدلې کورنۍ وايي، ظاهراً د دوى ټپونه جوړ شول خو هغه ټپونه به يې کله هم جوړ نه شي چې د دغې دردوونکې پېښې له امله يې پر زړونو جوړ شوي.

د دې کورنۍ مشر شپېته کلن سپين ږيري محمد سرور پژواک خبري اژانس ته وويل، ظالمانو يې نه يوازې د تېر کوچني اختر خوښي په غم ولړله، بلکې د دوى د کورنۍ درې تنکۍ غوټۍ يې هم ورژولې چې د ټولو هيلې او ارمانونه ورسره تړلي وو.

هغه زياته کړه، د تېر کوچني اختر پر پنځمه يې د کورنۍ غړي په زرنج کې د خپلو دوستانو کره روان وو چې په لار کې درنه چاودنه ورباندې وشوه، په دې پېښه کې يې درې ماشومان ووژل شول او شپږ تنه نور په کې ټپيان شول چې مېرمن، لوڼې او زامن يې وو.

نوموړى چې دغه درانه غم بې سېکه کړى و او په خپل کمزوري وجود په روغتون کې يوې او بلې خوا ته لالهانده ګرځېده، کيسه داسې پيل کړه: ((د اختر پنځمه وه، ماشومان او مېرمنې ډېر خوشحاله وو چې د اختر د مبارکۍ لپاره د دوستانو کره ځي، خو هغوى څه خبر وو چې په لار کې به يوه ړنده بلا د هغوى خوښۍ په غم بدلوي.))

دى وايي، دا غم ډېر دروند وو، يوې خوا ته د خپلو دريو تنکيو ماشومانو جنازې ورته پرتې وې او بل لور ته يې د کورنۍ شپږ غړي سخت ټپيان وو چې بېړنۍ درملنه يې غوښته.

نوموړي په ژړغوني غږ زياته کړه: ((له ما سره الفاط نشته چې تاسې ته د خپل لوى غم او دوک کيسه وکړم، تاسې په خپله فکر وکړئ چې په داسې حالت کې به پر چا څه تېرېږي؟))

هغه دا مهال ځان کابو نه کړاى شو او ويې ويل، ماشومانو يې داسې کومه ګناه کړې وه چې په داسې بې دردۍ ژوند ورڅخه واخيستل شو او په دې توګه يې د هغه ټوله کورنۍ بدمرغه کړه.

محمد سرور زياته کړه: ((هره ورځ اورو چې دلته د ماين په چاودنه کې دومره کسان ووژل شول، هلته دومره مړه او ټپيان شول، اخر دا کيسه به تر کومه روانه وي، موږ ولې وژل کېږو؟ څوک مو وژني؟ موږ دا پوښتنه له چا وکړو؟))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.