ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپیسا ځوانان له حکومته کار غواړي

د کاپیسا ځوانان له حکومته کار غواړي

author avatar
28 Jul 2016 - 13:59
د کاپیسا ځوانان له حکومته کار غواړي
author avatar
28 Jul 2016 - 13:59

محمودراقي (پژواک، ٧ زمرى ٩٥): د کاپيسا ولايت ځوانان وايي چې په تېرو ١٥ کلونو کې د دوى لپاره هېڅ کار نه دى شوى او حالت يې ورځ تر بلې خرابېږي.

د دوى په وينا، حکومت او بهرنيانو د دغه ولايت د ځوانانو د تعليم او اقتصادي پرمختګ لپاره هېڅ کار نه دى کړى.

د کاپيسا د مدني ټولنې غړی او ژورنالېست ذبيح الله محمدي وايي، د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته خلکو ډېرې هېلې لرلې چې د نوي حکومت رامنځته کېدو سره به يې په ژوند کې ښه والى راشي.

خو هغه پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې د دغه ولايت د ځوانانو لپاره هېڅ کار نه دى شوى او هيلې يې پر ناهيلۍ بدلې شوې دي.

ده زياته کړه: ((تاسو په ټول کاپيسا ولايت کې وښيئ چې د ځوانانو لپاره کومه پروژه پلې شوې؟ او نه هم دوى ته د کار زمينه برابره شوې ده.))

دى وايي چې حکومت يواځې د زده کړو لپاره زمينې برابره کړې، خو په دولتي ښوونځيو کې د زده کړې معيار هم ډېر ټيټ دى.

محمدي وويل چې د حکومت د نه پاملرنې له امله د دغه ولايت ځوانان د وسله والو له ليکو سره يو ځاى شوي او يا هم ايران او نورو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ولاړل.

د کاپیسا له البيروني پوهنتون څخه فارغه شوې محصلې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې حکومت او نړيوالې ټولنې د ځوانانو لپاره يواځې د شعار تر حده پورې فعاليت کوي.

هغې زياته کړه چې دوى د ځوانانو لپاره په عمل کې هېڅ نه دي کړي او هسې خلکو ته دوکې ورکړې دي.

نوموړې زياته کړه چې د ځوانانو لپاره په کاپيسا کې يواځې څو متره د لوبو ميدان جوړ شوى او هېڅ ډول پاملرنه ورته نه ده د شوې.

ياده محصله وايي: ((د لومړیو کلونو په پرتله اوسمهال د ځوانان ناهيلۍ ډېرې شوې دي، له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته ما فکر کاوو چې ښه ژوند او دنده به ولرم، خو اوس دوه کاله فارغه شوې يم، بېکاره ګرځم او له اقتصادي ستونزو سره مخ يم.))

د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی ځوان علاوالدين وايي: ((موږ يواځې د راډيو او تلويزيون له لارې اورو چې د ځوانانو لپاره کار شوى، خو په عمل کې تر اوسه موږ څه په سترګو نه دي ليدلي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.