کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٥): د ناټو قوماندان جنرال نيکولسن وايي چې د پاکستان د پوځ مشر ورسره ژمنه کړې چې داعش ته د ماتې ورکولو لپاره له افغانستان او امريکا سره ګډ کار کوي.
د ناټو قوماندان له امريکايي رسنيو سره په يوه تازه مرکه کې ويلي چې په افغانستان کې مېشتې داعش ډلې په عراق او سوريه کې د داعش له مرکزي مشرانو سره اړيکې لري.
جنرال نيکولسن چې په افغانستان کې د ناټو تر څنګ د امريکايي ځواکونو قومانداني هم پر غاړه لري، زياته کړې چې له عراق او شام څخه په افغانستان کې مېشتو داعشي وسله والو سره ستراتيژيک او مالي همکارۍ لري.
د هغه په وينا، د افغانستان داعشيان د عراق او شام د داعشيانو غړيتوب ترلاسه کړى او په نورو برخو کې هم په اړيکو کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د افغان او امريکايي ځواکونو له خوا په ننګرهار ولايت کې د داعش پر ضد قوي هوايي او ځمکني بريدونه پيل شوي دي.
دغه بريدونه وروسته له هغه تېز شول چې داعش ډلې په کابل کې دلاريون کوونکو په مينځ کې د ترسره شوي ځانمرګي بريد په غاړه واخيست، په دې بريد کې ٨٠ تنه ووژل شول او شاوخوا ٣٠٠ نور ژوبل شوي وو.
د ناټو قوماندان ويلي چې پخوا داعش د افغانستان په نهو يا لسو ولسواليو کې ډېر فعال وو، خو اوس يواځې دوه درې ولسواليو کې فعال دي.
جنرال نيکولسن وايي چې داعش ډله د ننګرهار له کوټ ولسوالۍ څخه شړل شوې، اوس د ننګرهار ولايت سوېلي سيمو کې يې پر ضد عمليات روان دي.
د هغه په وينا، ملکي وګړي، سيمه ييز پوليس او پاڅونوال د داعش د بيا راتګ په مخنيوي کې مهم رول لوبوي.
هغه زياته کړه، د داعش ډېرى وسله وال له پاکستانه او په ځانګړې توګه له اورکزو ايجنسۍ څخه افغانستان ته راغلي او زيات شمېر يې د پاکستان د تحريک طالبان غړي دي.
د نوموړي په وينا، ځانګړو امريکايي ځواکونو د پاکستاني طالبانو مهم قوماندان خليفه عمر منصور په يوه هوايي بريد کې وواژه چې د پېښور ښوونځي او باچاخان پوهنتون په بريدونو کې يې لاس درلود.
د ناټو قوماندان ويلي: ((د خليفه عمر منصور وژنه د پولې دواړو خواوو ته د ترهګرو پر ضد زموږ ژمنتيا ثابتوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن