شبرغان(پژواک، ۸ زمرى۱۳۹۵):د جوزجان چارواکي ووايي چې ددې ولايت درزاب او قوش تپې ولسواليو لپاره د داعش مسوول د امنيتي ځواکونو لخوا وژل شوى دى .
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفیظ خاشي پژواک ته وويل چې د داعش دغه مسوول تېره شپه وژل شوى دى.
ده وويل چې تېره د درزاب او قوش تپې لپاره د داعش مسوول قاري حکمت له طالب وسله والو سره يوځاى پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
د نوموړي په خبره چې په ځوابي بريد کې قاري حکمت ووژل شو او د نورو تلفاتو په اړه کره معلومات نشته .
د هغه په وينا، چې د داعش دغه مسوول د خلکو په وژنه او تښتونه تورن و .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم دغه نښته تاييدوي او وايي چې په دې نښته يې کې امنيتي سرتېروته مرګ ژوبله اړولې او د هغوى وسلې او وسايل يېوړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن