ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني نوي والي کار پیل کړ

د غزني نوي والي کار پیل کړ

author avatar
30 Jul 2016 - 17:11
د غزني نوي والي کار پیل کړ
author avatar
30 Jul 2016 - 17:11

غزني ښار (پژواک، ۹ زمری ۹۵): د غزني نوي والي له خلکو وغوښتل چې د دغه ولايت د امنيت په ټينګښت کې ورسره مرسته وکړي.

د غزني لپاره عبدالکريم متين نوى والي ټاکل شوى چې نن په دغه ولايت کې د اجرائيه رياست لومړي مرستيال محمد خان او د سيمه ييزو ارګانونو د سرپرست نادر يما له خوا خلکو ته ور معرفي شو.

تر دې مخکې محمد امان حميم د غزني والي و چې څه باندې لس مياشتې يې دنده ترسره کړه، خو د دغه ولايت خلک يې له کار او کړنو څخه خوښ نه وو.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اجرائيه رياست لومړي مرستيال د غزني له نوي والي وغوښتل چې د دغه ولايت ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي او هم دې خلک په دې برخه کې د ولايت له مقام سره مرسته وکړي.

ده زياته کړه، غزني کوچنى افغانستان دى، نو دولت هم بايد ورته پوره پاملرنه وکړي او دى به هم د غزني د ستونزو د هواري لپاره دغه ولايت ته خپل سفرونه زيات کړي.

دى وايي: "زه پر هغو کسانو غږ کوم چې افغانان وژني او د دې خاورې پر وړاندې جنګ کوي، چې نور دې له جنګ څخه لاس واخلي او خپل هېواد ته دې خدمت وکړي."

د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخېل بيا په دې غونډه کې له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د غزني د پوليسو تشکيل دې پوره کړي، تر څو د دغه ولايت امنيتي ستونزې ورسره کمې شي.

د غزني د ولایتي شورا ريیس حمیدالله نوروز وویل، په تېرو څو کلونو کې مرکزي دولت غزني ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې؛ درې کاله مخکې غزني د ولسمشر په فرمان لومړى درجه ولایت شو، خو اوس هم د دې ولایت امکانات د درېیمي او دوهمې درجي ولایتونو دي.

ده د اجرائیه ریاست له مرستیال څخه وغوښتل چې حکومت دې د غزني د امنیتي ځواکونو تشکیل زيات کړي.

نوموړي د غزني له والي څخه هم وغوښتل چې له ولایتي شورا سره دې په ګډه د دغه ولایت ستونزې کمې کړي.

د غزني نوي والي عبدالکریم متین بيا وويل، د امنیت راوستل یواځې د دولت کار نه دى، بلکې دا کار د ولس هم دى او که چېرې ولس ورسره همکاري ونه کړي، نو امنيت نه شي راتللى.

دى وايي: "هغه کسان چې د شپې وسله والو ته ځاى او ډوډۍ ورکوي او د هغوى د ماینونو ساتنه کوي او په سهار کې له ما نه امنیت غواړي، دا زما په وس نه ده پوره."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.